لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان پوځ ښځینه افسرانو په ترکیه کې خپله تربیه سر ته رسولې


د ترکیې د اناتولیا خبري رسنۍ د راپور له مخې د افغان پوځ ۷۵ ښځینه افسرانو د جمعې په ورځ په ترکیه کې د خپلو پوځي روزنو دوره بشپړه کړه.

دغو افسرانو خپل بری لیکونه د ترکیې په جنوبي ولایت انتالیا کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړل.

یادو افغان ښځینه افسرانو په اداره، بشري منابعو، مالیې او لوژیستیکي برخو کې نهه میاشتنې روزنه وکړه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا امنیتي سلاکار محمد عاشق غریب ددغه روزنیز پروګرام له امله د ترکیې له حکومت څخه مننه وکړه.

له دغو نویو فارغ شویو ښځینه افسرانو څخه فاطمه سادات وویل، چې په دغه روزنیز پروګرام کې ډیر څه زده کړي دي.

ترکیې تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې هم افغان ښځینه پوځیانو ته روزنه ورکړې ده.

د ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ۲۶۰۰ زیات افغان نارینه او ښځینه پولیس هم د ترکیې د پولیسو په اکاډیمۍ کې روزل شویدي.

XS
SM
MD
LG