لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ولسمشر وايي که د ښه او بد طالب توپیر ختم نه شو نو پاکستان او افغانستان دواړو ته تاوان دی


ولسمشر اشرف غني د قطر په دوره
ولسمشر اشرف غني د قطر په دوره

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په یوه څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیره سره په کتنه کې ویلي، که طالبان تر پسرلي پورې سوله ونه کړي، نو په دوحه کې دې ددې ډلې دفتر وتړل شي

له ارګ په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې طالبان دې له جنګ لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي

ولسمشر غني ویلي" طالبان باید د سولې په پلمه وخت ضایع نه کړي، که د راتلوونکي کال تر اوړي او یا پسرلي پورې د طالبانو په کړنو کې مثبت بدلون رانشي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي. باید د قطر د دفتر په شمول بندیزونه پرې ولګول شي"

ولسمشر غني ویلي، چې د کندهار د والي په مېلمستون د برید څېړنې ښيي، چې د کندهار برید طالبانو او د هغوی شوراګانو کړی او دا برید یې دا معنی لري، چې د دوستو هیوادونو په ډيپلوماټانو هم رحم نه لري.

ولسمشر غني ویلي، چې سوله د افغانستان لومړیتوب دی او د طالبانو خبرې نه چې په ويناء سوله او په عمل کې جنګ وي

بل لورته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني ولسمشر غني ته ویلي، چې په افغانستان کې له سولې ملاتړ کوي او دا هڅې به یې لا پسې زیاتې شي

ولسمشر غني د مونیخ په امنیتي کنفرانس له ګډون وروسته نن غرمه بېرته کابل ته راستون شوی دی

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د ولسمشر تګ له ګڼو لاسته راوړنو ډک وو او د نړۍ مشرانو ته یې د افغانستان د روان جنګ واقعي تصویر وړاندې کړی دی

شاه حسین مرتضوي وویل" په نړۍ کې باور دا دی چې د افغانستان جګړه کورنۍ ده او یا د ملي یووالي د حکومت د کمزورۍ له امله، ولسمشر غني د نړۍ مشرانو ته وویل چې دا جګړه کورنۍ نه بلکې د ترهګرۍ په ضد ده او افغانستان د نړۍ د ازادۍ لپاره جنګیږي"

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، ولسمشر غني پدغه دوه ورځني سفر کې د نړۍ له شلو مشرانو او د هیوادونو له استازو سره کتلي دي.

ولسمشر غني تیر ماښام د مونیخ امنیتي کنفرانس ته ویناء وکړه او پدغه ویناء کې یې ترهګري نړۍ ته لوی ګواښ وبلله

ولسمشر غني پدغه ويناء کې وویل چې افغانستان هغه هیواد دی، چې له شلو ترهګریزو ډلو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

دا کنفرانس چې د جرمني د مونیخ په ښار کې جوړ شوی وو، د نړۍ د ۳۰ هیوادونو مشرانو، ۸۰ دفاع او یا د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا رډیو نه اخیستل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG