لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د قبایلي سیمو خېبر پښتونخوا کې ورګډولو فیصله رد کړې


د پاکستان پارلیمان او سېنټ کې د هیواد قبایلي سېمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډولو منظورۍ وروسته د افغانستان حکومت په رسمې توګه دغه فیصله رد کړې او دغه يې د پاکستان حکومت یو اړخیزه فیصله بللې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې وېل شوي چې د پاکستان پارلیمان لخوا دغه یو اړخیزه عمل افغان دولت ته د منلو وړ نه دی او دغه فیصله به په سیمه کې سیاسي کړکیچ او ستونزې نورې هم سېوا کړي.

اعلامیه وايي د افغانستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت به د پاکستان دغه جانبدارانه ګام پرضد د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته خپل شکایت په رسمي توګه ورسوي.

د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي: ٫٫ وزارت په دې باور دى، چې د لوى او تاريخي افغانستان ولسونه، چې سره د ويني پيوندي اړيکې لري، هېڅکله به هم په اغزنو مزو او خنډونو سره بېل نه شي او په دغو سياسي لوبو به ونه غولېږي.٬٬

د اعلاميې تر مخه د سیمې دولتونه باید ددغه شان مغرضانه حرکت پر ځاى په سیمه کې د روانې ترهګرۍ او افراطیت په وړاندې صادقانه مبارزه وکړي او له خپلې خاورې څخه د ترهګرو ځالې لرى کړي، تر څو ولسونه په سوله او امن کې د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړي، ځکه ولسونه د نورو ستونزو د زغملو توان نه لري.

تیره ورځ (جمعې) د پاکستان سېنېټ او د زیارت په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان قبايلي سیمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو قانوني مسوده منظوره کړی شوې.

دغه قانوني مسوده به سبا (اتوار په ورځ ) د منظورۍ لپاره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې وړاندې کیږي. د خېبرپښتونخوا حکومت وياند شوکت يوسفزي تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ويلي وو، د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د قانوني مسودې د صوبايي اسمبلۍ نه منظورولو دپاره د اتوار، يکشنبې په ورځ غونډه رابلل شوې.

هغه ويلي د سياسي ګوندونو سره یې رابطې پېل کړي چې دغه قانوني مسوده د صوبايي اسمبلۍ څخه منظور کړی شي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون سره به فاټا د خېبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سینیټ اته چوکۍ به پخپل ځایې پاتې وي.

راتلونکي کال کې به د قبایلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د ايیني بدلون له مخې به د سپریم کورټ او پیښور هائیکورټ د واک لمنه قبایلي سیمو ته غځولی ، نیمې قبايلي سیمې به ختمولی او فاټا کې به تر پینځوؤ کالو له خلکو ټیکسونه نه اخستل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG