لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت او طالب استازو په ترکي کې مذاکرات کړې؟


د قطر په دوحا ښار کې د افغان طالبانو دفتر
د قطر په دوحا ښار کې د افغان طالبانو دفتر

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولي د مذاکراتو دپاره د چوکاټ برابرولو په خاطر د افغان حکومت او طالب استازو په ترکي کې په غیررسمي ډول خبرې کړې دي.

په خبرو کې شرکت کونکو افغان مطبوعاتو ته ویلي د افغانانو په خپل منځو کې د مذاکراتو بندوبست د ترکي حکومت په مرسته شوی و.

د ترکي په غونډ کې په قطر کې میشته د طالبانو د دفتر مامورینو او د ځینې نورو وسله والو ډلو استازو شرکت وکړو.

که څه هم افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد په ترکې په خبرو کې د طالبانو د شرکت خبر رد کړی دی.

د افغان حکومت او د طالب استازو په مستقیمه ډول وړمبۍ غونډه د پاکستان په منځگړیتوب په مري ښار کې په کال ٢٠١٥ کې شوي وه. دواړو فریقینو خبرو ته د دوام ورکولو ژمنه وکړه. خو بیا په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرگ د خبر راڅرگندیدو ورسته دغه بهېر د ځنډ ښکار شو.

د افغان حکومت او د طالبانو د تاره خبرو خبر په داسې حالې کې مخ ته راغلی چې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل یو پلاوي د اتوار، یک شنبې، په ورځ د افغانستان سفر کړی دی چې په هیواد کې د امنیتي وضیعت جاج واخلي.

د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکې خصوصي ادارې سیگار په خپل یو رپورټ کې ویلي د هیواد تر د ۴٠ فیصد پورې برخه د طالبانو د واک اختیار دلاندې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG