لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې هيلي کاپټر تباه شوې، ٣ کسان وژل شوې


افغانستان کې هيلي کاپټر تباه شوې، ٣ کسان وژل شوې
افغانستان کې هيلي کاپټر تباه شوې، ٣ کسان وژل شوې

دنيټو يو وياند وائي دافغانستان جنوبي ولايت هلمند کې دگل په ورځ تباه شوى هيلي کاپټر پوځي نۀ ؤ.

په هلمند کې دنادعلي اولسوالۍ دپوليسو مشر مرجان حقمل وائي دغه دروسي ساخت الوتکه په امکاني توگه دتکنيکي خرابۍ له امله غورځيدلې چې په نتيجه کې يې درې کسان وژل شوي.

په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو يو وياند وويل مونږ يواځې هم دومره تصدیق کولى شو چې په جنوبي افغانستان کې تباه شوى هيلي کاپټر غير پوځي ؤ.

له دې وړاندې دپوليسو صوبائي مشر کمال الدين شيرزي يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې دبهرنو ځواکونو يو هيلي کاپټر تباه شوى.

هغه وئيلي وؤ نن دنادعلي اولسوالۍ په شوره نومې سيمه کې دبهرنو ځواکونو يو هيلي کاپټر تباه شوى.

دپوليسو مشر دا هم وئيلي وؤ چې زمونږ دپوليسو درپورټونو ترمخه په ځمکه دراپريوتو څخه وړاندې په دغه هيلي کاپټر اور لگيدلى ؤ.

په فوري توگه ددغه هيلي کاپټر تباه کيدو پيښه کې دمرگ ژوبله په اړه اطلاعات مخې ته نۀ دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG