لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د افغان حکومت او د حزب اسلامي مذاکرات


د افغان حکومت او حزب اسلام ترمنځ د خبرو اترو لړۍ د تیرې څه مودې راهسې روانه ده او څیړونکې وايي په مذاکراتو کې پرمختگ هم شوی دی
د افغان حکومت او حزب اسلام ترمنځ د خبرو اترو لړۍ د تیرې څه مودې راهسې روانه ده او څیړونکې وايي په مذاکراتو کې پرمختگ هم شوی دی

د افغانستان په شمال کې حکومتي امنیتي ځواکونو ویلي د بغلان ولایت مرکزي ښار پل خمري په لوري يي د طالبانو د پیش قدمۍ مخه نیولي ده بلخوا په کابل کې د حکومت او د حزب اسلامي گوند د استازو ترمنځ د مذاکرانو ورستی دور شوی دی.

د افغان حکومت او حزب اسلام ترمنځ د خبرو اترو لړۍ د تیرې څه مودې راهسې روانه ده او څیړونکې وايي په مذاکراتو کې پرمختگ هم شوی دی.

خو افغان مامورین وايي حزب اسلامي سره په معاهده کې لا نور وخت هم لگیدی شي.

د حزب اسلامي مشري د افغانستان پخوانی وزیراعظم گلبدین حکمتیار کوي. ویل کیږي حزب اسلامي د طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان حکومت خلاف جنگیدلی گوند دی. امریکې حکمتیار په ترهگرۍ تورن کړی دی او نوم يي د ملگرو ملتونو په بلیک لسټ یا تور فهرست کې شامل دی.

په حزب اسلامي دا الزام هم لگي چې د ١٩٩٠ د لسیزې په وخت د افغانستان په خانه جنگۍ کې د زرگونو ملکي کسانو په وژنه کې لاس لري.

د انساني حقوقو کارکونکې او ځېنې افغانان د افغان حکومت د حزب اسلامي سره د مذاکراتو مخالفت کوي. خو د افغان صدر اشرف غني میرمن رولا غني دا تنقید ردوي.

د جمعې په ورځ په واشنگټن کې د یونائټیډ سټیټس انسټیټیوټ اف پیس کې خپله وینا کې میرمن رولاه وویل حزب اسلامي سره مذاکرات په هیواد کې د آمن دپاره کولی شي.

په هیواد کې د امن دپاره د افغان حکومت د کوښښونو ترڅنگ، د حکومت خلاف د طالبانو جگړه هم دوام لري او د اتوار، یکشنبې، په ورځ افغان مامورینو ویلي د بغلان ولایت مرکزي ښار پل خمري شا او خوا د طالبانو او حکومت ځواکونو ترمنځ جگړه شوي ده.

پل خمري سره نژدې جگړې په داسې حال کې ونښته چې طالبانو په ځېنې کلیو او د امنیتي ځواکونو په پوسټونو قبضه وکړه. د جگړې له امله د پل خمري او د کابل لویه لار هم بنده شوي وه خو افغان مامورینو ویلي طالبانو د پسائې ورسته لار بیا پرانستل شوه.

مطبوعاتو ته په یو بیان کې د طالبانو ترجمان حکومتي دعوه رد کړه او وې ویل حکومت د پروپیگنډې د لارې خپل ماتی او تلافات د پټولو کوښښ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG