لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندې وزیر: افغانستان کې هند ته خطرات موجوددي


افغان صدر حامد کرزي د هند خارجه وزیر ایس ایم کرشنا سره کابل کې لیده کاته کوي
افغان صدر حامد کرزي د هند خارجه وزیر ایس ایم کرشنا سره کابل کې لیده کاته کوي

د هند خارجه وزیر ایس ایم کرشنا د افغانستان په سفر دی او د اتوار په ورځ يي کابل کې افغان خارجه وزیر زلمی رسول سره خبرې اترې کړې دي.

خبرو اترو کې د افغانستان ورستی صورتحال، افغانستان کې د بیا ودانۍ هلې ځلې او افغانستان کې هند ته د خطراتو په حقله غور اوکړی شو.

زلمی رسول سره د خبرو ورستو ایس ایم کرشنا خبرې کانفرنس ته وینا هم اوکړه او افغانستان کې هند ته د موجود خطراتو ذکر يي اوکړو.

هندي خارجه وزیر ایس ایم کرشنا وویل هند افغانستان کې د حقیقي خطراتو سره مخامخ دی خو دغه دړکې به يي افغانستان سره د مرستې کولو مخه اونه نیسي.

ایس ایم کرشنا اوویل هغه باور لري چې افغان حکومت به افغانستان کې موجود هندې چارواکو ته ضروري تحفظ ورکړې. هغه وویل هند به تر هاغه وخت پورې افغانستان کې موجود یت لري ترڅو چې د افغانستان منتخب حکومت غواړي.

ایس ایم کرشنا افغانستان ته د یو زر ټن غنمو ورکولو اعلان هم اوکړو. د هند په حقله ویل کېږي چې افغانستان ته په سیمه کې موجود د نورو ټولو هیوادونو نه زیات مالي امداد ورکوي.

تیر کال کابل کې د طالبانو په حمله کې نهه هندي کسان وژل شوې ؤ او په کال ٢٠٠٨ م کې کابل کې د هند په سفارتخانه باندې حمله کې ۴١ کسان وژل شوې ؤ.

زلمی رسول سره د خبرو ورستو خبرې کانفرنس ته وینا کې ایس ایم کرشنا وویل چې هند او افغانستان د افغانستان نه بهر د ترهگرو پناه ځایونو خلاف د گامونو اخستلو په ‍ضرورت هم زور واچولو.

افغان او هندې چاوراکې وائې د پاکستان په خاوره موجود مرکزونو نه ترهگرۍ ددوې په هیوادونو کې حملې کوي. پاکستان دا خبره ردوي. پاکستاني چارواکې وائې د افغانستان په مختلفو برخو کې هندې کونسلخانې د پاکستان د مفاداتو په ضد کار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG