لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان پولیس په دریشۍ کې حمله کونکې زنانه امریکائي وژلی


چارواکو ویلي د گل په ورځ پولیس مرکز کې رامنځته شوې واقعه د پوځ دننه کیدونکو حملو ورستۍ پیښه ده چې د افغان امنیتي عسکرو په دریشۍ کې وسله وال پخپلو نړي والو همکارانو وسله را اړوي. په حمله کونکو طالبانو سره د تړون شکونه کولی شي او په ځنې موقعو طالبان هم دداسې قسمه بریدونو ذمه واري په غاړه اخلي. دا به وړمی ځل وي چې زنانه داسې حمله کې ککړه شوې وي
چارواکو ویلي د گل په ورځ پولیس مرکز کې رامنځته شوې واقعه د پوځ دننه کیدونکو حملو ورستۍ پیښه ده چې د افغان امنیتي عسکرو په دریشۍ کې وسله وال پخپلو نړي والو همکارانو وسله را اړوي. په حمله کونکو طالبانو سره د تړون شکونه کولی شي او په ځنې موقعو طالبان هم دداسې قسمه بریدونو ذمه واري په غاړه اخلي. دا به وړمی ځل وي چې زنانه داسې حمله کې ککړه شوې وي
د افغانستان سرښار کابل کې د افغانستان زنانه پولیس په دریشۍ کې وسله والې د ائیساف غیرپوځي کارکونکی وژلی دی، چې د افغان امنیتي عسکرو د لاسه پخپلو نړي والو همکارانو د وسله راړولو ورستۍ پیښه گڼلی کیږي.
افغان او نیټو چارواکو ویلي د افغان زنانه پولیس کارونکې د لاسه د امریکائي د وژنې پیښه کابل کې د پولیس په مرکز کې د گل په ورځ رامنځته شوې ده او پیښه کې ککړه ښځینه نیول شوې ده. د پولیس مرکز د سخت امنیت د لاندې وي.
ائیساف کابل کې د رامنځته شوې پیښې تصدیق کړی دی خو د وژل شوې خارجي کارکونکې د شهریت په حقله يي څه معلومات نه دي ورکړې او نه يي د حمله کونکې زنانه شناخت کړی دی.
خو افغان او نیټو چارواکو ویلي وژل شوی کس امریکائيي وو او د غیر پوځي صلاحکار دنده يي ترسره کوله.
مطبوعاتي رپورټونو کې د افغان زنانه پولیس شناخت د نرگس په نوم شوی دی چې د افغانستان داخله وزارت کې د قانون او د صنفونو د برابرۍ په څانگه کې يي خدمات ترسره کول.
چارواکو ویلي د گل په ورځ پولیس مرکز کې رامنځته شوې واقعه د پوځ دننه کیدونکو حملو ورستۍ پیښه ده چې د افغان امنیتي عسکرو په دریشۍ کې وسله وال پخپلو نړي والو همکارانو وسله را اړوي. په حمله کونکو طالبانو سره د تړون شکونه کولی شي او په ځنې موقعو طالبان هم دداسې قسمه بریدونو ذمه واري په غاړه اخلي. دا به وړمی ځل وي چې زنانه داسې حمله کې ککړه شوې وي.
او په شمالي جوزجان ولایت کې د افغان چارواکو د وینا ترمخه یو افغان پولیس عسکر خپل پنځه همکاران په ډزو وژلې دي.
او نیټو ویلي یو عسکر يي ختیز افغانستان کې د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG