لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت برید د لسو حمله کونکو په وژل کېدو پای ته ورسېد


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په کابل کې په کورنیو چارو وزارت د ترهګرو لخوا ننی ترسره شوی برید د لسو ترهګرو له وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو وویل، لومړی دریو ځان وژونکو د وزارت په لومړۍ دروازې (نظام قراول) کې ځان والوځوه او اوه نورو ترهګرو بیا وزارت ته د ننوتلو هڅه وکړه چې ټول بیا له پولیسو سره په نښته کې ډیر ژر ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه، په دغې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي هم دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت نوې ودانۍ په کابل ښار کې د هوايي ډګر په سړک باندې پرته ده چې له زاړه ځای څخه ورته تېر کال وزارت انتقال شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو د وزارت په دغې نوې ودانۍ باندې د ترهګرو لخوا برید ترسره کېږي.

تر اوسه پورې ددغه برید پړه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

څو ورځې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په چاودېدونکو توکو بار یو موټر د پولیسو لخوا شنډ کړای شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG