لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حملو ترڅنگ، کابل کې قامي جرگه پیل شوې


د افغانستان د گټ گټ استازي د قامي جرگې د پاره سرښار کابل کې راجمعه شوې چې هیواد کې امن په موضوع غور ووکړي او د طالبانو او نورو مخالیفینو سره د جوړ جاړي لارې وولټولولی ش

په افغانستان کې به امن څه رنگ راوستل کیږی، په دې د صلاح د پار قامي امن جرگه شورو شوې ده او د هیواد د گټ گټ نمائنده گان پکښې برخه اخلي. سره ددې چې طالبانو د غونډې د تباه کولو هڅې هم کړې دې.
طالبانو په راکټونو او ځانمرگي برید د جرگې دړې وړې کولو هڅه کړې.
کوم وخت چې صدر حامد کرزۍ د جرگې د پرانستې دستورې ته وینا کوله نو د جرگې د خیمې بهر یو راکټ وو چاؤدیدو. طالبانو د حملې پړه په غاړه واخسته.
د راکټ حملې په حقله حامد کرزۍ د جرگې غړو ته وویل د فکر څه خبره نشته ځکه چې دا وړمبی ځل نه دی چې داسې قسمه چاؤدنه اوریدلی شوې وې.
خو د حملې په ترڅ د څه وخت د پاره د حامد کرزۍ وینا ودرولی شوه.
د جرگې منتظیمین وائې چې هدف يي داسې تگ لاره لټول دي چې د ترمخه يي د طالبانو او نورو جگړه مارو ډلو سره د جوړ جاړي لاره راوویستلی شي.
په جرگه کې شااوخوا ١٦٠٠ استازي گډون کوي چې د تیرو ٨ؤ کلونو راهسې روان جنگ د ختمولو لاره راوویستلی شي.
د راکټ برید ورسته، حامد کرزۍ د جرگې د پرانستې په وخت طالبانو ته نیغ په نیغه وویل چې خپل پلرني وطن کې به دوي ته هرکلی ؤویل شي. هغه طالبانو ته وویل چې نه خو دې ځانونه وژنې او نه دې هیواد ته زیان رسوي. هغه زیاته کړه چې افغانان وړونه دي او هغه به د هیواد بیا ابادولو په لړ کې د طالبانو صلاح ته غوږ نیسي.
خو حامد کرزي زیاته کړه چې القاعده او هاغه خلک چې دعام وولس په وژنه کې ککړ دي هغوي به اونه بخښې. هغه امید څرگند کړوچې جرگه به کامیابه وي.
په دري ژبه کې هغه وویل چې جرگې د افغانانو امیدونه راپورته کړې او په راتلونکو ورځو کې به د جرگې غړي نه یواځې د افغانستان وولس ته بلکه ټولې نړۍ د امن او ملگرتیا پیغام ورکړي.
د حامد کرزي د تقریر نه ورسته کله چې د میډیا غړي بهر تلل نو د جرگي د خیمې سره په ١٠٠ گزه کې یو بل راکټ خلاص شو.
چارواکي وائې امینتي ځواکونو په ډزو دوه ځانمرگي حمله کونکي وژلې، څو ک چې په برقعو کې پټ ؤ او د جرگې خیمې ته د دننه تللو کوشیش يي کولو. ویل کیږي چې دریم ځانمرگي حمله کونکی ژوندی نیول شوی دی.
د تشدد باوجود، په راتلونکو دؤو ورځو کې به د جرگې غړي به په وړو وړو ټولگو کې تقسیم ناست وي او د امن او دجوړجاړي لارې لټولو به غور کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG