لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې دوه ځانمرگي بم چاودنې شوي، ٣ تنان وژل شوي


د افغانستان پلازمېنې کابل ښار کې دافغان امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو ځانمرګي او ډله ییز بریدونه شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي ، دپولیسو شپږمې امنیتي حوزې دروازې مخې ته دبریدګرو لخوا دموټر بم چاودنه وشوه او وروسته یو شمیربرید کوونکو له پولیسو سره نښته وکړه.

همداراز نن غرمه مهال دکابل ښار په ختیځه برخه کې د ۱۲ امنیتي حوزې اړوند د ارزان قیمت سیمه کې داستخباراتو پریوې ادارې ځانمرګی برید شوی.

دکورنیو چارو وزارت ویلي ، دملي امنیت پرادارې د حمله کوونکو شمیر دوه تنه وو چې دواړه وژل شويدي او دپولیسو په ګډون ۵ کسان ټپیان شوي دي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي د بریدونو له ځایه ورته تر دې دمه دوه مړي او ۳۸ ټپیان رسېدلي دي.

په پېښو کې د مرګ ژوبلې شمیره ښایې د وخت په تیریدو سره بدلون ومومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG