لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پارلیمنټ کې د کابل ولایت استازی ووژل شو


په ولسي جرگه کې د کابل ولایت استازی شېر ولي وردگ د اتوار، یکشنبې، په ماښام د خپل کور مخې ته په بمي چاودنه کې ووژل شو.

امنیتي چارواکې وایي چاودنه نن مازدیگر په څلور بجې او دیرش دقیقې هغه مهال وشوه چې ښاغلی وردگ د خپلو زامونو او ساتونکي سره یو ځای د خپل کور مخې ته ورسید او دروازه یې خلاصه کړه.

په چادونه کې د هغه دوه نږدي خپلوان او یو ساتونکی ټپیان شول.

د شیرولي وردگ کور د کابل په پنځمه ناحیه کې د قمبر څلورلارې ته نژدې دی چې د کابل یوه نسبتاً امن سیمه بلل کیږي.

شیرولي وردگ د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردگ ورور وو او د تیرو پنځو کالو راهیسي د ولسي جرگې غړی وو.

هغه په تیرو لسو کلونو کې د خپل ورور فاروق وردگ په څیر په کورني سیاست کې فعاله ونډه اخیستي وه او د ولسي جرگې په داخلي بحثونو او جنجالونو کې یې هم تاودته بحثونه کول.

شیرولي وردگ او فاروق وردگ دواړه د حزب اسلامي سره د روغې جوړې بهیر ته هم ډېر خوشبین ول او د حزب د خبرو اترو هیئت څو ځلې د دوی په کور کې غونډې کړې وې.

د برید مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

یادگرینه: دا خبرې د وي ای ای اشنا نه اخیستل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG