لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د کورنو چارو وزیر د خپلې چوکۍ نه لرې کړی شوی


افغان صدر حامد کززي د کورنو چاور وزیر حنیف اتمر او د استخبارانو مشر امرالله صالح د خپول چوکیو څخه لرې کړې او ددوي په ځاې يي موقتي چارواکې ټاکلې دي

کابل کې په امن جرگې د بریدونو ورسته افغان صدر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت یا د استخباراتي ادارې مشر امرالله صالح د خپلو چوکیوڅخه لرې کړې دي.
د اتوار په ورځ د حامد کرزي د دفترلخوا خپرې بیانیه کې ویل شوې په جرگه د حملو ورسته د دواړو چارواکو وضاحتي بیانونه د اطمینان وړ نه ؤ.
بیان کې ویل شوې چې صدر حامد کرزي د حنیف اتمر او امرالله صالح استیفا گانې منظور کړې دي. بیانیه کې ویلې شوې منیر مینگل په موقتي توگه د کورنو چارو وزیراو ابراهیم سپینزاده د استخباراتو موقتي مشر ټاکلی شوې دی.
د شورو په ورځ کله چې حامد کرزي کابل کې د امن د پاره ددرې ورځنۍ مشاوراتي جرگې پرانسته کوله، نو په جرگې دراکټونو بریدونه وشول. په برید کې د چا د زخمي کیدوڅه رپورټونه نه وو راغلې.
افغان چارواکو ویلې ؤ چې دوه ځانمرگي حمله کونکي، چې غوښتل يي د جرگې خیمې ته دننوځې، په ډزو ووژل شول.

XS
SM
MD
LG