لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيټو په کاروان ځانمرگي بريد کې 3 کسان وژل شوي دي


دنيټو په کاروان ځانمرگي بريد کې 3 کسان وژل شوي دي
دنيټو په کاروان ځانمرگي بريد کې 3 کسان وژل شوي دي

دافغانستان په جنوبي قندهار ولايت کې دزيارت په ورځ دهوائي اډې سره نزدې دنيټو ځواکونو په يو کاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او 10 ژوبل شوي دي.

دقندهار دوالي وياند ځلمي ايوبي په دغه هکله وئيلي دي دبريد هدف دنيټو کاروان ؤ، کله چې دغه کاروان ديو ورکوټي بازار سره نزدې تيريدله نو دځانمرگي لخوا په نخښه کړل شوه.

نوموړي وويل په پيښه کې د10ؤ څخه نيولې تر 12ؤ پورې کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتونو ته رسول شويدي.

نيټو وائي ددغه بريد له امله خواؤشا ودانيو ته زيان رسيدلى ، دژوبل شوؤ کسانو په روغتون کې علاج روان دى او دنيټو يو گاډى په بريد کې تباه شوى دى.

خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا په دغه بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې که نه؟

دا مهال ائتلافي ځواکونه دقندهار خواؤشا سيمو کې په عملياتو بوخت دي او وائي هغوي په سيمه کې دسختې جگړې هيله لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG