لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیټو: ٢ طالب مشران يي وژلې


د نیټو د مشرۍ د لاندې آئیساف ځواکونو وئیلې یو وژل شوی طالب مشر د ننگرهار ولایت د حصارک اولسوالۍ والي د پاره د طالبانو لخوا والي ټاکلی شوی ؤ

د افغانستان په شرقې ننگرهار ولایت کې د نیټو په هوائې حمله کې د طالبانو دوه مشران وژل شوې دي.

د نیټو مشرۍ د لاندې آئیساف ځواکونو د گل په ورځ یو بیان کې وئیلې یو طالب مشر مولوي انور د جمعې په ورځ په برید کې وژل شوی دی. آئیساف وئیلې مولوي انور د ننگرهار ولایت د حصارک اولسوالۍ د پاره د طالبانو والي ټاکلی شوی ؤ.

په بل بیان کې ایتلافي ځواکونو وئیلې د طالبانو بل مشر عبدالباري يي د لوگر ولایت په پل عالم اولسوالۍ کې د اتوار په ورځ وژلی دی. آئیساف وائي عبدالباري کابل کې د طالبانو حمله کونکو مشرانو سره نیغ په نیغه تړون لرلو.

نیټو دا هم وئیلې د اتوار په ورځ افغان او نړې والو ځواکونو یو طالب مشر سره د دواؤ نورو یاغیانو په جنوبي قندهار ولایت کې نیول شوی دی. ایتلاف وئیلې قندهار ولایت کې نیولی شوی طالب مشر ځانمرگي حملو کې لاس لري.

نیټو وئیلې په وردگ ولایت کې يي هم د طالبانو یو داسې مشر نیولی چې د کورني بمونو جوړولو ماهر دی.

د طالب مشرانو د وژنې او نیولی کیدو په حقله د نیټو په بیانونو باندې د طالبانو څه ردعمل په سم لاسې توگه مخ ته نه دی راغلی. خو طالبان اکثر د نیټو ادعاوې او رپورټونه ردوي.

XS
SM
MD
LG