لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي طالبانو په سری پل ولایت کې ۴۰ اولسي وګړي وژلي


Afghanistan
Afghanistan

افغان چارواکي وايي د افغانستان شمالي ولایت سری پل په مرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو او داعش په ګډ برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي چې زیات تره عام خلکدي. په وژل شوو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي.

مطبوعات د سری پل ولایت ګورنر ظاهر وحدت د خولې وايي طالبانو او داعش وسله والو د اتوار په ورځ د دغه ولایت مهمې صیاد اولسوالۍ مرزا اولنګسیمه باندې په ګډه برید کړی، او په برید کې د ځايي ملیشا عسکرو په شمول عام خلک وژلي.

د ښاغلي وحدت په وینا د جګړې په مهال يې د افغانستان مرکزي حکومت نه هوايي او د خصوصي عسکرو مرسته غوښتې وه خو مرکزي حکومت د دغو خواست ته څه پام وه نه کړ او په ځواب کې یې وه ویل عسکر په نورو ولایتونوکې په عملیاتو کې مصروفه دي.

د طالبانو ویاند د دغه برید ذمه واري منلي خو په برید کې د اولسي وګړو د وژلو دعوه رد کړی او ویلي وژل شوي کسان د حکومتي ملیشا عسکر وو.

یو ځايي چارواکي بیا ویلي په برید کې لس طالبان هم وژل شوي. ځني مطبوعاتي رپورټونه وايي دغه برید طالبانو او داعش وسله والو په ګډه کړی خو طالبان دغه خبره ردوي.

د امریکا وتلې ورځپانړه نیویارک ټاېمز په خپل یو خبر کې لیکلي که د اتوار د ورځې دغه برید طالبانو او داعش په ګډه کړی وي نو دا په افغانستان کې حکومت له یو بل سرخوګی جوړولی شي. چرته چې افغان عسکر د وړاندې نه په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو او داعش پرضد جنګیږي. اخبار لیکي وړاندې په افغانستان کې داعش او طالبانو د یو بل پرضد سختې جګړې هم کړي.

د نیویارک ټاېمز تر مخه د سری پل ولایت صیاد ولسوالۍ دغه سیمه ډیره مهمه ده او په تیرو دوو کالو کې څو وارې طالبانو د دغه سیمې نیولو لپاره بریدونه تر سره کړي.یو شمیر ځا يي چارواکو امریکايي اخبار ته ویلي ځايي طالبان د شیر محمد غضنفر د جنګیالو سره یو ځاې شوي او دغه برید يې کړی. شیر محمد غضنفر څه موده وړاندې د داعش ګوند بیعت کړی وو.

د صیاد اولسوالي والي شریف امین یار نیویارک ټاېمز اخبار ته ویلي په دغه برید کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي. د هغه په وینا په دغو کې ۱۸ ځايي پولیس (ملیشه عسکر) وو او پاتې نور بیا اولسي وګړي وو. د امین یار په وینا دغه برید طالبانو او داعش په ګډه کړی. هغه زیاته کړی د طالبانو مشري ملا نادر او د داعش وسله والو مشري شیر محمد غضنفر کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG