لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دپارلمان غړي غواړي په ټاکلې نيټه دپارلمان غونډه وشي


کابل : دپارلمان غړي غواړي په ټاکلې نيټه دپارلمان غونډه وشي
کابل : دپارلمان غړي غواړي په ټاکلې نيټه دپارلمان غونډه وشي

د افغانستان دپارلمان غړو د خالي په ورځ د دغه هيواد د صدر حامد کرزي سره د پارلمان دغونډې د پرانستو په حقله ليدنه کړې ده.
صدر حامد کرزي دشورو په ورځ دقانون جوړونکې ادارې پرانستل تر نورې يوې مياشتې پورې په دې وجه ځنډولي وؤ ترڅو دهغه لخوا د ټولټاکنو ځانگړې محکمه دستمبر په 18مه نيټه ترسره شوؤ ټولټاکنو کې ددرغليو دپلټنو عمل دوامداره وساتل شي.
دپارلمان دغونډې ځنډيدلو له امله په افغانستان کې سياسي اړى گړى او دهيواد په کوڅو کې دتشدد څخه دډکو مظاهرو ويره پيدا شوې ده.
قانون سازان چې دحامد کرزي دپريکړې غندنه يې کړې او دهغه لخوا جوړ شوى پلټنو کميسون يې غيرقانوني گرځولي وائي تر دې مهاله هيواد بغير دپارلمان څخه زياته موده تيره کړه او غواړي دجمهوررئيس حامدکرزي دامر پځايې دپارلمان غونډه داتوار په ورځ وشي، ځکه چې په دغه نيټه دپارلمان غونډه ټاکل شوې وه.
.دافغانستان دپارلمان غړى حافظ منظور وائي مونږ به دپارلمان دغونډې دپاره په لمړۍ ټاکل شوې نيټه کې هيڅ رقم بدلون يا ځنډ نۀ قبلوؤ او زياته يې کړه هغه هيله کوي داولسي جرگې د200ؤ څخه تر 249ؤ پورې غړي پارلمان ته راشي.
دهرات ولايت څخه يو استازى احمد بهزاد وائي پوليسو او پوځ ژمنه کړې ده چې دقانون جوړونکو دراتگ په مهال به پارلمان نۀ تړي
هغه وويل امنيتي چارواکو مونږ ته باور راکړى دى چې هغوي پارلمان ته زمونږ دتگ په لاره کې دخنډانو راولاړولو هيڅ پلان نۀ لري.
ملگروملتونو، امريکا، اروپا او کاناډا په يو گډ بيان کې دپالمان دغونډې دځنډولو غندنه کړې او په دغه حقله يې سخته انديښنه څرگنده کړې ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG