لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرزۍ به د نوي جرگې پرانسته کوي


د افغانستان د پارلیمان نوي منتخب شوې غړې

د افغانستان صدر حامدکرزۍ د پارلیمان د اولسې جرگې غونډه د شورو په ورځ رابللې ده.

د اولسې جرگې غونډه به په داسې حال کولی شي چې د نوي منتخب شوې پارلیمان د پرانستې په سرافغانستان د سیاسې کړکیچ سره مخامخ شوی ؤ.

سیاسي لانجه هاغه وخت رامنځته شوه کله چې حامد کرزي اویل د نوي جرگې پرانسته دې یوه میاشت اوځنډولی شي ترڅو د ستمبر په ١١ مه نیټه شوې انتخاباتو کې د درغلۍ شکایاتو ته کتنه نه وي شوې.

خو د جرگې منتخب شوې غړو ډرکه کړې وه چې دوي به حامد کرزي د ملاتړ نه بغیر هم غونډه کوي. د جرگې غړو وینا وه چې شکاتي کمیشن غیر قانوني دی.

ملگرو ملتونو او غربي هیوادونو هم د حامد کرزي نه غوښتنه کوله چې د پارلیمان غونډه دې زر تر زره راوغواړي.

XS
SM
MD
LG