لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پارلمان په سګرټو ټکس ۱۰۰ فیصدو ته زیات کړ


د افغان پارلیمنټ یو زوړ تصویر
د افغان پارلیمنټ یو زوړ تصویر

د افغانستان پارلمان په هېواد کې د سگرټو په واردولو باندې ټکس ۱۰۰ فیصدو ته لوړ کړی.

د افغانستان ولسي جرګې د تمباکو د کنټرول د قانون په شلمې مادې باندې د خبرو په وخت په سگرټو د ماليو زياتولو پرېکړه کړې ده.

افغانستان کې د وارد شوو سگرټو بيعې توپير لري خو که د پارلمان فیصله عملي شي نو د مثال په توگه د بهر نه د صادر شوي سگرټو مارلبرو د یو ډبي اوسني بیعه ١٥٠ افغانو نه به ارو مرو لوړه کیږي.

د افغانستان په پارلمان کې د مالي او بودیجې د کمیسیون مشر امیر خان یار وویل چې دریو کمیسیونونو د سګرټو په وارداتو باندې د ټکس ۳۰۰ فیصدو لوړولو غوښتنه کوله.

دی زیاتوي اکثره وکیلانو بیا د رایو په توافق پریکړه وکړه چې په سګرټو ټکس دې ۱۰۰ فیصده لوړ شي پداسې حال کې چې ځینو وکیلانو خو هېواد ته د سګرټو له واردېدو سره مخالفت څرګند کړ.

د ولسې جرګې غړي رمضان بشردوست وویل چې دا قانون څو کاله وړاندې د ولسي جرګې لخوا پاس شوی وه خو د ولسمشر لخوا لاس لیک شوی نه و.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې د غیرې مکروبي ناروغیو له امله د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

په غیر مکروبي نارغیو کې بیا زیاتره مړینه د تمباکو د کارولو له امله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG