لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بین الاافغاني مزاکرات په میاشتو نه په اونېو کې شورو کیدلی شي: عمر داود زی


د پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړي نمائنده محمد عمر داودزي ویلي دي بین الافغاني مزاکرات په میاشتو نه په اونېو (هفتو) کې شورو کیدلې شي.
د وي او ای اردو څانګې سره په یوه مرکه کې هغه وویل چې د طالبانو غټه مطالبه د قیدیانو د خوشي کولو وه ، هغه وویل دغه کار په کېدو کې دی.
خو ښاغلي داوزي دا هم وویل چې فریقین خبرو ته کیني نو په ډاګه به شي چې مسلې په څومره وخت کې حل کیږي.
ښاغلي داودزي وویل چې د حکومت او طالیانو تر منځ په 90 فیصده مسلو سلا راغلې ده.
د هغه په خیال د حکومت او طالبانو تر منځ په شورو کې داسې خبرې کول پکار دي چې د مزاکراتو عمل په وړاندې لاړ شي.
په دوحه قطر کې د امن معاهدې تر مخه افغان حکومت به 5000 طالبان قیدیان خوشي کوي او طالبان به 1000 قیدیان له بنده خلاصوي.
تر اوسه افغان حکومت 4000 او طالبانو 700 قیدیان خوشي کړي دي.
افغان حکومت د 600 قیدیانو د خوشي کولو نه انکار کړی ؤ او ویلي یې چې دغه قیدیان په قتلونو او د سمګلینګ په جرمونو کې ککړ دي.

طالبان په افغان حکومت نيوکې کوي د بېن الافغاني خبرو په وړاندې خنډان جوړوي او وايي څو پورې چې 5000 بنديوان نه وي خوشي شوي دوی د کابل حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي تيار.

خو افغان حکومت بيا وايي طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي نه خو يې 1000 تنه پوځي امنيتي بندیوان خوشي کړه او نه يې د افغانانو وژنې ودرولې.

داودزی د ټولو مسلو حل په مزاکراتو کې ویني، هغه وویل چې یو وار مزاکرات شورو شي تمامې مسلې حل کیدلی شي.
هغه وویل په مزاکراتو کې به لچک ښودل پکار وي او څه خبرې به یو فریق او څه بل فریق مني.

په افغانستان کې د امریکې سرپرست سفير (شارژدافير) راس وېلسن په افغان مشرانو غږ کړی چې د بنديوانو تبادله بشپړه کړي او د طالبانو سره د وروسته والي پرته د سولې خبرې پېل کړي.

نوموړي د اتوار په ورځ په ټويټر و یلي، "مونږ د افغانستان په مشرانو غږ کوؤ چې نوی حکومت جوړ کړي، د روغې جوړې دپاره د سولې عالي شورا جوړه کړي، د بنديوانو تبادله بشپړه کړي، او بېن الافغاني خبرې پېل کړي"

XS
SM
MD
LG