لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ کې د اصلاحاتو په لړ کې افغان صدر ١٦۴ جرنیلان تقاعد کړل


افغان ولسمشر اشرف غني د افغان او امریکايي پوځي چارواکو سره په یوه دستوره کې

د افغانستان صدر اشرف غني د هېواد د امینتي ځواکونو ١٦۴ جرنیلان ریټایر یا تقاعد کړل.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پیغام کې صدر اشرف غني وویل افسران یې په پوځ کې د اصلاحاتو په خاطر په کور کښېنول.

افغان صدر وویل "مونږ د جنگ د گټلو او د امن دپاره اصلاحات غواړو...دا بهیر به زمونږ د روښانه اینده دپاره دوام ولري."

د وي او ای اشنا څانگه زیاتوي:

د افغانستان د دفاع وزارت له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې تائید کړې وه چې د افسرانو د ذاتي چارو د نوي قانون پر بنسټ به په دغه وزارت کې ۷۰ فیصده جنرالان تقاعد ته سوق او ۳۰ فیصده برحاله جنرالان به په خپلو دندو کې پاتې شي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، د افسرانو د ذاتي چارو په نوي قانون کې د ستر جنرال لپاره ۶۲، ډګر جنرال لپاره ۶۰، تورن جنرال لپاره ۵۸، برید جنرال لپاره ۵۶ او ډګروالانو لپاره ۵۴ کاله د تقاعد عمر ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG