لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"خدایه توان راکړه چې بې وسو سره مرسته وکړم او زورور مات کړم"


دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني د یو اولسي غورځنګ په رامینځته کولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي" دا اولسي غورځنګ باید په هر کلي کې چې هرچا سره ټوپک دی ورته وایي چې ټوپک دې نور کیږده"

هغه دغه خبرې دافغانستان دبیلابیلو ولایتونو د قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو له استازو سره د سولې په ملي او مشورتي کنفرانس کې دخبرو په مهال کړي دي.

ښاغلي غني وویل" د لوړې په مراسمو کې مې د حضرت ابوبکر صدیق رض د قول په اساس وویل ! خدایه دا توان راکړه چې له بې وسو سره مرسته وکړم او زورور مات کړم"

ولسمشر غني وویل "موږ یو ډیر اساسي شی ورک کړی او هغه د سولې او د یو بل منلو فضاء ده. سوله باید د یو بل منلو ته زمینه مساعده کړي. افغانان حق لري چې د افغانستان په هره ګوښه کې ژوند وکړي او هر څوک یې چې منع کوي دا د قانون خلاف دي"

هغه وویل حزب اسلامي سره سولې واضحه کړه چې حکومت یې د سولې نیت او اراده لري او کله چې د سولې اراده او نیت موجود وي، نو ستونزې حل کېږي.

هغه وویل د کابل له فاجعې وروسته یو ځوان ورته پیغام ولیږلو چې "ولسمشره! د احساساتو حق نه درکوو، ته مو د دې لپاره نه یې ټاکلی چې وژاړې، ته مو د دې لپاره ټاکلی یې چې د پولادو عزم لرې او سوله تعقیب کړې"

اولسمشر وویل ددغه ځوان د وړاندیز په اساس همدغه مهدف تعقیبوي اوهیله لري چې زر به ښې پائیلي ترلاسه کړي.

هغه وویل " کوڅې، جوماتونه او روغتونونه د جنګ میدان نه دي، دوی(مخالفینو) د جنګ شکل بدل کړی دی. زموږ امتحان د غم په ورځ له زغم څخه کار اخستل دي"

تیره میاشت په کابل کې په پرله پسې دریوو سترو ترهګریزو بریدونو کې دسوؤنو کسانو له وژل کیدو وروسته چې کله ددغو بریدونو پړه طالبانو په غاړه واخسته نو اشرف غني ویلي وؤ‌ حکومت یې نور دهاغه دښمن سره خبرې نه کوي چې بیګناه ښځې ، ماشومان اؤ ملکي خلک وژني.

خو له هغې وروسته هم داسې راپورونه مخې ته راغلي چې افغان دولت پټ په پټه دطالبانو سره په خبرو بوخت دی اؤ غواړي هغوئ د جنګونو نه د سولې لارې ته راوګرځوي.

څیړونکي وایي اشرف غني که دا مهال یو خوا د وسله والو مخالفینو د سیوا کیدونکي نفوذ د ګواښونو سره مخ دی نو بلخوا ورته پخپل حکومت کې هم اختلافونو سر راپورته کړی اؤ دهغه سیاسي مخالفین غواړي چې دحکومت دپرمختګونو مخه یې ونیسي.

خو اشرف غني پرله پسې هوډ څرګندوي چې ددغو ټولو مشکلاتو مقابله به په صبر ، زغم اؤ سیاسي تدبر سره کوي.

اشرف غني ګاونډي هیواد پاکستان دطالبانو مرکز ګڼي اؤ وایي دهغه د حکومت غوره تګلارو پاکستان نړۍ کې د یوازېتوب په لوري روان کړی دی.

خو پاکستان بیا داشرف غني دغه دعوې ردوي اؤ وایي چې نړۍ کې دیو باوقاره هیواد حیثیت لري

XS
SM
MD
LG