لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر اشرف غني: د طالبانو سره د سولې په بهیر کې به مېرمنې هم ونډه لري


صدر اشرف غني د "کابل پروسې" غونډې برخه والو سره

د "کابل پروسې" غونډې ته وینا کې د افغانستان صدر اشرف غني په واضحه ډول طالبانو ته د امن وړاندیز وکړو او وې ویل چې هغه طالبان چې د جنگ نه لاس واخلي د هېواد په سیاسي بهیر کې شاملیدلی شي.

افغان صدر وویل "افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي."

طالبانو ته د سولې د وړاندېز په ترڅ کې افغان صدر پاکستان ته هم د "دولت په دولت" د مذاکراتو او د نوي باب پرانیستلو غږ وکړو. "موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو."

د طالبانو سره د سولې په لړ کې ښاغلي غني د حزب اسلامي ډلې سره د سولې ذکرهم وکړو او وې ویل "له حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې زموږ اراده او ژمنتیا یې ثابته کړه او زه مننه کوم."

د سولې په بهیر کې د مېرمنو د شریکولو خبره:

په هېواد کې د سولې په موضوع د خبرو په وخت صدر اشرف غني د مېرمنو د کردار ذکر هم وکړو. "له نېکه مرغه، د دې فریضې د قیام او تطبیق لپاره د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده."

افغان صدر وویل "سوله دیني او ملي فریضه ده او ځکه چې د بې ګناه انسانانو د وینې تویېدلو مخنیوی یوه دیني او ملي فریضه ده."

افغان صدر وویل "په نړیواله کچه د سولې پر بهیر ټینګار به بالاخره د جنګ د پلویانو پر اراده او چلند اغېز وکړي."

اشرف غني وویل د سيمې اولس د اقتصادي پرمختگ په خاطر هم په افغانستان کې ثبات لیدل غواړي.

طالبانو ته د افغان صدر د سولې وړاندیزونه:

طالبانو ته د سولې لاس ورغځولو په لړ کې صدر اشرف غني وویل چې په دې بهیر کې به د ښځو گډون او د هغوي د حقوقو تحفظ یقیني کولی شي. "تر هرڅه وړاندې موږ د ملي حکومت په استازيتوب طالبانو ته د یوې داسې سولې وړاندیز کړی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون وي."

افغان صدر وویل د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د پایدار امن په خاطر طالبانو ته د امن وړاندیز کوي، "د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی. موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو. موږ دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوو:

١ د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

٢ د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

٣ له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

۴ هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

افغان صدر وویل بغیر د څه شرط او قید طالبانو ته د امن پشنهاد کوي. "د ملي وحدت حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړانديز پرته له کوم قید او شرط څخه وړاندې کوي."

په دې لړ کې یې افغان صدر داسې وویل:

۱) د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛

۲) د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

۳) د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

۴) د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

۵) د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛

۶) د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛

۷) او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

د طالبانو نظریات او د دوی وړاندیزونه په دې او نورو برخو کې به معلومدار په نظر کې ونیول شي او د مذاکراتو یوې منل شوې اجنډا باندې به انشاالله موافقې ته ورسېږو او پس له هغه نه تصویب او عملي کولو ته.

د بین المللي ملاتړ لپاره وړاندیزونه:

افغانستان له ۲۰۰۱کال را په دېخوا د بین المللي سخاوتمندانه مرستو له ملاتړ سره مخ دی او موږ د هغوی قدرداني کوو. خاصتاً د بروکسل او وارسا د کنفرانسونو له ډېرو عظیمو مرستو نه موږ مننه کوو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپا، ټولو ممالکو نه، جاپان، کاناډا، استرالیا، کوریا او نورو ټولو سخاوتمندانه مرستو نه مخصوصاً زموږ د غښتلي امنیتي او دفاعي قواو د مرستې لپاره د زړه له کومې مننه کوم.

دا چې موجوده ژمنې په ښه توګه د تعریف شویو میکانیزمونو له لارې تنظیمېږي، د سولې او ثبات په اړه بین المللي ملاتړ په لاندې ساحو کې پیشنهادوو:

١ طالبانو سره د سولې پیشنهاد لپاره بین المللي ډیپلوماتیک همغږی شوی ملاتړ؛

٢ یو سیمه‌ییز نوښت چې د کابل پروسې سره د سیمه‌ییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛

٣ د ناتعریف شويو جنګونو د توجیه لپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګېرنو له استفادې سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې وکړي؛

۴ د یو باثباته افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې پيشنهاد څخه د ملاتړ لپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې؛

٥ د سولې موافقتنامې له تطبیق څخه ملاتړ او په ځانګړي ډول د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛

د طالبانو سیاسي دفتر:

افغان صدر اشرف غني طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستلو تجویز هم ورکړو. "د ملي یو والي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لیرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدلو سره موافق دی."

افغان صدر وویل طالبانو سره د سولې په بهیر کې به ښځې او د مدني ټولنې غړي هم ونډه لري. "د سولې عالي شورا به چې د مسلکي دولتی ټیم له ملاتړه برخمنه ده، د مذاکراتو په اړه یو هیأت معرفي کړي چې د ښځو او مدني ټولنو غړي به هم په کې شامل وي."

کابل د سولې مرکز:

د پخواني افغان حامد کرزي په دور کې طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانیستلی و.

خو د کابل پروسې غونډې ته اشرف غني وویل کابل به د سولې د کوښښونو مرکز وي. "د مذاکراتو ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره ځای کابل دی، خو په دغه جنګ کې ناښکېل اسلامي هېوادونه، د ملګرو ملتونو دفتر، یا کوم بل درېم ګړي هېواد کې هم کېدای شې مذاکرات ترسره شي.

پاکستان سره نوی باب:

صدر اشرف غني په پاکستان غږ وکړو چې دواړه هیوادونه دې تېرو وختو تاوتریخوالی هېر کړي او د تعلقاتو نوی دور دې پېل کړي.

هغه وویل "موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو."

افغان صدر وویل تیار دی چې د افغان کډوالو هېواد ته د بیرته تگ په اړه هم د پاکستان سره خبرې وکړي. "موږ حاضر یوو چې د پاکستان حکومت سره زموږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو، موږ د خپلو کډوالو راتګ د افغانستان غېږ ته غواړو او دېته ژمن یوو چې ټول دولتي امکانات به دوباره او ملي امکانات به دوباره عیار کړو چې کډوال د خپلو وروڼو او خویندو غېږ ته راشي."

د صدر اشرف غني وینا ته د پاکستان غبرگون:

په اسلام اباد کې د پاکستان د خارجه وزات ترجمان محمد فیصل د افغان صدر د وینا هرکلی وکړو او وې ویل پاکستان ته د ملگرتیا لاس ورغځول او طالبانو ته د امن وړاندیز د "پام وړ" خبرې دي.

ترجمان وویل پاکستان په روایتي توگه طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی دی او د افغان صدر وړاندې د پاکستان د دریځ تاید کوي.

په سمدستي توگه داسې څه رپورټونه نه ويي چې آیا طالبانو د افغان صدر د وړاندیزونو په ځواب کې څه ویلي خو ددې نه وړاندې طالبانو د افغان حکومت پرځای امریکې سره نیغ په نیغه د خبرو تجویز وړاندې کړی و. طالبان دریځ لري چې افغان حکومت د مذاکراتو اختیار نه لري.

افغان صدر د خپل ولس د مشقتونو ذکر وکړو:

"موږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زموږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت دغه دریځ باید هیڅکله په کمزورتیا او زاریو تعبیر نشي. لله الحمد، زموږ امنیتي ځواکونه او پر راتلونکي باندې زموږ د ملت باور او اعتماد تر بل هر وخت په ښه کچه دی.

زه یو ځل بیا له خپلو امنیتي ځواکونو، سرتېرو، علمای کرامو، او ولسونو څخه مننه کوم چې نن د دوی په مټ او برکت موږ له یوه غښتلي دریځ څخه د افغانستان لپاره د سولې غوښتنه کوو.

د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسې په لاس کې ده، سوله ومنئ، بېرته په عزت یې ومنئ او راشئ چې په ګډه دا خاوره چې زموږ د قربانیو، زموږ د جهاد او زموږ د هر اړخیزو وینو نتیجه ده بیا خوندي او هوسا کړو.

تل دې وي افغانستان

د سولې په امید"

XS
SM
MD
LG