لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان صدارتي ټاکنې په دوهم پړاؤ کې


په دوهم پړاؤ کې لازمه نه ده چې کاندید به د ۵۰ فیصده نه زیاتې رایې اخلي ، چې د چا رایې زیاتې وي هغه که هرڅومره ولې نه وي صدر به جوړیږي
په دوهم پړاؤ کې لازمه نه ده چې کاندید به د ۵۰ فیصده نه زیاتې رایې اخلي ، چې د چا رایې زیاتې وي هغه که هرڅومره ولې نه وي صدر به جوړیږي
افغانستان کې د اپریل د میاشتې په ۵م نیټه ترسره شوؤ ټولټاکنو په لمړو نتیجو کې یو کاندید هم د هیواد د اثاثي قانون ترمخه دومره رایې نه دي اخیستي ، چي د صدارت څوکۍ ته پرې اورسي . په لمړو نتیجو کې پخوانی خارجه وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله په اول نمبر دی ، او په دوهم نمبر پسې ډاکټر اشرف غنی دی .
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني په پلازمینه کابل کې د ټاکنو د لمړو نتیجو اعلان وکړو ، او ویي وئيل ، د لمړو نتیجو ترمخې ډاکټر عبدالله عبدالله د ۴۴.۵ رايو اخیستو سره په لمړی نمبر او ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۳۱.۵ فیصده رایو اخیستو سره په دوهم نمبر او زلمي رسول یواځې ۱۱.۵ فیصده رایې ترلاسه کړي او په درېم نمبر راغلی دی .
د افغانستان د اثاثي قانون لاندې هغه کاندید کامیاب گرځېدی شي ، چي د ټاکنو په ټولو کې د ۵۰ فیصده نه زیاتې رايې واخلي .
د ټاکنو د کمیسون د مشر په وینا د غیرختمی نتیجو ترمخه د پینځم اپریل په په ټولټاکنو کې په اچول شوؤ ټولو رایو کې چې شمېره یې څه دپاسه شپږ اعشاریه نهه ملیینه ده ، پکې ۶۴ فیصده سړو او ۳۶ فیصده زنانؤ رایې کارولي دي .
تراوسه په اعلان شوؤ نتیجو کې په لمړو درېو کاندیدانو پسې عبدالرب رسول سیاف ۷.۱ فیصده ، قطب الدین هلال ۲.۷ فیصده او گل اغا شیرزي ۲.۶ فیصده رايې اخیستی دی ، دغه رنگ د داؤد سلطان زوی په برخه کې صفراعشاریه شپږ او هدایت امین ارسلا په برخه کې صفر اعشاریه دوه فیصده رایې راغلي دي .
د احمدیوسف نورستاني په وينا داسې ښکاري چې ټاکنې دوهم پړاؤ ته لاړې شي ، او د لمړو دوه مخکښو کاندیدانو ترمینځ به مقابله کیږي . په هغو کې چې هرچا زیاتې رايې واخیستې ، هغه به کامیاب وي .
په دوهم پړاؤ کې لازمه نه ده چې کاندید به د ۵۰ فیصده نه زیاتې رایې اخلي ، چې د چا رایې زیاتې وي هغه که هرڅومره ولې نه وي صدر به جوړیږي .
د ټاکنو د کمیسون د مشر په وینا د ټاکنو د شکایتونو په کمیسون کې هم د شکایتونو څیړنې روانې دي او هغه هم نتیجې بدلوی شي ، خو داسې نه ښکاري .
نوموړي زیاته کړه ، د ټاکنو ختمی نتیجې به د مئ تر ۱۴م پورې تیاری شی ، او که ټاکنې دوهم پړاؤ ته ځی نو د روان کال د جون د میاشتی په اوومه نیټه به ترسره کیږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG