لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : د صدارتي کانديد ډاکټر عبدالله د ټاکنيز مهم دوه غړي وژل شوي


ډاکټر عبدالله عبدالله هم د 11 صدارتي کانديدانو د جملې څخه دی
ډاکټر عبدالله عبدالله هم د 11 صدارتي کانديدانو د جملې څخه دی

د افغانستان په هرات ولايت کې د صدارتي کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزمهم دوه غړي د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي .


د افغانستان په هرات ولايت کې د صدارتي کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزمهم دوه غړي د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي .
د ډاکټر عبدالله د کمپائن وياند سيد فضل سنچارکي رسنيو سره خبرو کې د دغه پېښې پخلی کړی دی او وئيلي يې دي پېښه کې زمونږ د صدارتي ټاکنو د کمپائن د هرات مشر ډاکټر همدرد سره د يو بل ملگري وژل شوي دي .
نوموړي زياته کړې پېښه د خالي په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې دغه دوه کسان د خپل دفتر څخه وتل .
د هرات چارواکو هم د دغو دوه کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
افغانستان کې د صدارتي ټاکنو دپاره 11 کانديدان ودرېدلي دي ، او د صدارتي ټاکنو کمپائن نن د اتوار د ورځی څخه پېل شوی او تر دوؤ مياشتو به دوام لري .
ډاکټر عبدالله عبدالله هم د 11 صدارتي کانديدانو د جملې څخه دی .
د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه جاري شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي ، د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین د پیل څخه هرکلی کوي او انتخابات په هېواد کې د ولسواکۍ د ټینګېدو او د سیاسي ثبات په لاره کې یو مهم قدم بولي ،
افغان صدر هیله لري چې دغه انتخاباتي مبارزې د هېواد ثبات او ملي وحدت لا پیاوړی کړي .

افغانستان کې صدارتي ټاکنې د اپريل په پنځمه نېټه ټاکل شوي ، ولې دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره کيږي چې هېواد کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي او د راپورونو ترمخه افغان طالبانو هم د ټاکنو په مهال د بريدونو گواښونه کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG