لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزۍ: نيټو دې د شپې د وخت بريدونه بند کړې


صدر حامد کرزي وائي د نیټو عسکر دې د افغانانو کورونو لټون نه کوي
صدر حامد کرزي وائي د نیټو عسکر دې د افغانانو کورونو لټون نه کوي

افغان صدر حامد کرزي دنهې په ورځ دنيټو په مشرۍ افغانستان کې دشپې په وخت دعملياتو په فوري توگه دبندولو غوښتنه کړې.

دافغانستان په پکتيا ولايت کې دشپې په وخت عملياتو کې ديوې ښځې دوژل کيدو وروستو افغان مشرانو نيټو څخه دشپې په وخت دعملياتو غوښتنه کړې وه خو دايساف يو وياند تيره ورځ وئيلي وؤ دتندلارو په نخښه کولو لپاره به دشپې په وخت عمليات دوامداره وي.

حامد کرزى وائي چې دغه بريدونه ژوند په خطر کې اچوي ، مقامي خلکو کې ويره ترهه خوروي او دامريکا په مشرۍ په نړيوالو ځواکونو پرله پسې داولسي وگړو کورونو ته دنۀ ننوتلو غږ کوي.

په دغو بريدونو دافغان حکومت او بهرنو ځواکونو ترمينځ اختلاف وروستو له هغې سيوا شو چې دخالي په ورځ سحر وختي ختيز ولايت پکتيا کې دمخدره موادو په وړاندې دمبارزې درئيس ميرمن ووژل شوه.

نيټو ددغو کارروائيو دفاع کوي او وائي چې دا دتندلارو دمشرانو په نخښه کولو خوندي لاره ده ، نيټو وائي چې دغه عمليات به دوامداره وي خو پکې به دافغان ځانگړو عسکرو شميره سيوا کولى شي.

صدارتي وياند ايمل فيضي وئيلي دي چې دافغانستان صدر په فوري توگه دشپې په وخت دعملياتو او افغانانو دکورونو دتالاشۍ عمل بنديدل غواړي.

هغه وويل چې کرزى نۀ غواړي بهرنيان دې دافغانانو کورونو ته وري او دهغوي کورونه دې ولټوي.

تيره مياشت دلويې جرگې يوه غونډه کې واشنگټن سره دسټريټجک تړون کولو لپاره يو شرط دشپې په وخت دبريدونو بنديدل ايښودى ؤ

فيضي وويل چې دنيټو چارواکي چې څه کوي هغه دلويې جرگې دفيصلو او دافغان اولس دغوښتنو برعکس دي او دا دافغان صدر دخواهش برعکس هم دي.

وياند وويل چې په سټريټجک شراکت دارۍ دنۀ متفق کيدو يوه وجه دافغانانو په کورونو دشپې دبريدونو ستونزه ده.

هغه وويل چې مونږ نۀ غواړو دترهه گرۍ په ضد جگړه دې دخلکو په کورونو کې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG