لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني: یو افغان په چاقو د ښځې د وژنې په تور محاکمه کیږي


د افغان او د شام کډوالو په جرمني کې د یوې مظاهرې تصویر
د افغان او د شام کډوالو په جرمني کې د یوې مظاهرې تصویر

هغه افغان کډوال چې په چاقو سره یې په جرمني کې یوه ۳۸ کلنه ښځه وهلې وه او هغه ښځه بیا وروسته مړه شوه د نهې، سې شنبې، په ورځ محاکمه کیږي.

د رسنیو له مخې، ۳۰ کلن قهرجن افغان کډوال چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د څلورو ماشومانو مور له دې امله په چاقو وهلې وه چې د اسلام له دین څخه عیسویت ته اوښتې وه.

دغه مسلمان سړي د ادعاوو له مخې تیر کال د اپریل په ۲۹ مه نېټه د جرمني په جنوبي ښار پرایم کې د یو سوپرمارکېټ مخې ته یاده ښځه په ۲۰ سانتي متره چاقو باندې ۱۶ واره وهلې وه.

د ټروسټاین په ښار کې څارنوالانو محکمې ته وویل، چې یادې وژل شوې مېرمنې له دغه سړي څخه هم پوښتنه کړې وه چې که دی هم عیسویت ته اوړي.

د پېښې پر مهال د وژل شوې مېرمنې دوه ماشومان یو د پنځو او بل د ۱۱ کالو هم موجود وو.

په پېښه کې تورن کس له نیول کېدو وروسته ویلي دي چې دده د کډوالۍ د کیس له رد کېدو وروسته ده دا هر څه له ډیرې غوصې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG