لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکالر شپ پاکستان ته د تللو افغان محصلینو سندونه نه تصدیق کیږي


afghan student in lahore
afghan student in lahore

د پاکستان پنجاب صوبي سرښار لاهور په یو پوهنتون ایمپیریل کالج کې د لوړو زده کړو ترلاسه کوونکو افغان محصلینو دهړکه کړې دوي به د ولګې هړتال شروع کولو باندې مجبوره شي که چیرې د پاکستان د تعلیم د څار اعلی اداره د دوي ډګرۍ یا تعلیمي اسناد په رسمیت وه نه پېژني.

پاکستان کې له ۲۰۰ نه زیات افغان محصلین د یو مشکل سره مخ دي. د پاکستان د تعلیم اعلی کمیشن یا هاییر ایجوکیشن کمیشن (HEC) د ځنې ستونزو له امله د لاهور ایمپیریل کالج تعلیمي سندونو د تصدیق لړۍ درولې ده.

د افغانستان غزني ولایت سره تعلق لرونکی او د افغان محصلینو د تنظیم مشر بلال احمد جلال د لاهورایمپیریل کالج میکینیکل انجنیرنګ په څانګه کې زده کړې کوي. نوموړی وي او ای ډیوه ریډیو ته وايي دوي د پاکستان لخوا د تعلیمي وظیفو (سکالرشیپونو) د پروګرام لاندې راغلي وو او په ایمپیریل کالج کې ورته داخله ورکړل شوي وه. نوموړي ویلي افغان طالب علمان د وظیفو پروګرام لاندې په کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کې په دوه ډلو کې راغلي وو چې پکې اولنۍ ډلې تیرکال خپل تعلیم سرته رسولی.

دی وايي د ۱۴ میاشتو تیریدو باوجود د پاکستان د تعلیم کمیشن د فارغ شویو محصلینو د ډګریو تصدیق نه دی کړی.

بلال احمد ویلي دوي اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، د پاکستان او افغانستان د تعلیم کمیشنونواو د پاکستان د تعلیم سیکریټیریټ سره تماس نیولی خو تراوسه ورته چا هم د مسلي حل کولو نه دي ویلي.

نوموړی وایي افغان محصلین د تیرې یوې اوونۍ راهیسې د لاهور په سړکونو احتجاج کوي.

د انجنیرنګ څانګې دغه طالب علم وایي که چیرې د راتلونکې ګل ورځ پورې ددوي د مسلي کوم حل را وه نه ویستل شو نو دوي به د ولګې هړتال شروع کوي.

دی وایي اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د افغان خارجه وزارت ددوي د تعلیمي سندونو تایید کوي.

د ایمپیریل کالج آف بزنس سټډیز یو بل طالب علم سکندراعظم واي د پاکستان د تعلیم اعلا کمیشن په اوله کې ددوي یونیورسټي په رسمیت پېژندله خو داچې ورستو کمیشن ددغه یونیورسټۍ ډګرۍ په دې وجه د منلو نه انکاروکړو چې په یونیورسټۍ کې ځنې بې قایدګۍ او بدانتظامۍ شوي.

نوموړی وايي ددوي د تعلیم پوره کیدو څلور میاشتې وه شوې خو تر اوسه ورته ډګري نه ده ورکړی شوې. سکندراعظم ویل یونیورسټی ددوي د تعلیم او راتلونکي سره لوبې ټوقې کوي.

د خیبر پوښتونخوا سره تعلق لرونکی یو طالب علم وايي په ایمپیریل کالج کې د هاییر ایجوکیشن کمیشن په سکالرشپ یا وظیفو تعلیم ترلاسه کوونکو شا او خوا ۲۲۰ محصلینو ترڅنګ د خیبر پوښتونخوا ۲۵۰ پورې طالب علمان هم په دغه یونیورسټۍ کې اعلی تعلیم تر لاسه کوي. هغه وايي تراوسه تعلیمي کمیشن او یا یونیورسټۍ ددوي د مسلي د حل لپاه څه نه دي کړي.

ایمپیریل کالج آف بزنس سټډیز په خپله ویب پاڼه د طالب علمانو لپاره یو خبرداری خپورکړی چې پکې وییل شوي دغه اداره د اېچ اي سي منل شوي تعلیمي اداره ده چې د کال ۲۰۰۲ راهیسې د پنجاب حکومت د څار لاندې تعلیمي سندونه ورکوي.

ادارې ویلي د ایچ اي سي د یو خبرداري لاندې دوي د کال ۲۰۱۷ اپریل میاشت راهیسې د نویو داخلو نه منع کړی شوي خو ویلي د کمیشن د هدایاتو لاندې د ضروري قایدو پوره کولو د عمل نه تیریږي او داچې نوي محصلین به ددغه عمل سرته رسیدو پورې داخلې نشي کولی.

ایمپیریل کالج په خبرداري کې ویلي ددغه عمل نه به اوسني طالب علمان نه اغیزمند کیږي او نه به د ایچ اي سي لخوا ددوي د ډګریو تصدیق باندې کوم اثر غورزیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG