لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو مشر طالب مسولین د ګڼو ودونو نه منع کړي


دریو طالب مشرانو وي او ای ته د نوم نه څرګندوولو په شرط وویل د هدایات په طالبانو د مالي بار کوولو په هدف په طالبانو د مالي بار کوومول دي ځکه چې طالب چارواکي اکثر د بل واده دپاره د مالي مرستې غوښتنه کوي
دریو طالب مشرانو وي او ای ته د نوم نه څرګندوولو په شرط وویل د هدایات په طالبانو د مالي بار کوولو په هدف په طالبانو د مالي بار کوومول دي ځکه چې طالب چارواکي اکثر د بل واده دپاره د مالي مرستې غوښتنه کوي

د افغانستان د طالبانو مشر مولوي هېب الله اخونزاده په طالب مشرانو غږ کړی چې د یو نه زیات ودونه دې نه کوي.

دریو طالب مشرانو وي او ای ته د نوم نه څرګندوولو په شرط وویل د هدایات په طالبانو د مالي بار کوولو په هدف په طالبانو د مالي بار کوومول دي ځکه چې طالب چارواکي اکثر د بل واده دپاره د مالي مرستې غوښتنه کوي.

د جنورۍ په نهمه نېټه لیکل شوي پېغام کې د طالبانو مشر مولوي هېبت الله اخونزاده وویل چې د شریعت په رڼا کې طالب چارواکو ته هدایت کوي چې که ضرورت یې نه وي نو دویم، دریم او څلورم واده دې نه کوي.

یو طالب چارواکي وي او ای ته وویل د طالبانو مشر د ودونو په اړه دغه هدایت نامه د یو شمېر شکایتونو وروسته جاري کړي ده. طالب سرچېنې وویل ځینو طالب مسولینو د جهېز یا ولور دپاره پېسې غوښتلې. طالب سرچینې وویل د افغانستان او پاکستان په ځېنو برخو کې ۲۶۰۰۰ ډالر ولور غوښتل کېږي چې طالب مسولینو به یې د دویم واده دپاره د ډلې د مشرانو نه غوښتلې.

يو طالب چارواکي وویل چې هغه طالبان چې د یو نه زیات ودونه یې کړي دې کورنۍ په بېلو بېلو کورنو کې ساتي او دا ډول یې لګښتونه هم زیات وي.

یو طالب مسول وویل د ودونو په اړه د هدایت نامې یو مقصد طالبان د بدنامۍ نه هم ساتل دي ځکه چې په افغان مطبوعاتو کې وېل کېدل چې طالب مشرانو په ودونو ډېر ې پېسې خرچ کولی شي.

د طالبانو مشر په خپله هدایت نامه کې وویل هغه طالبان چې په خپلو پېسو یا د اولاد، یا د ورور کونډې او یا د بلې کونډې ښځې سره واده کوول غواړي د دغه شرايطو پابند نه دي.

یادونه: دا خبر په اسلام اباد کې مېشته د افغان چارو خبریال طاهر خان د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG