لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د طالب مشرانو نومونه دې د تور فهرست نه لېرې کړی شي


د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزارت وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې یې د طالبانو په ضد هوايي حملې کړي دي. دغه امریکايي هوايي بريدونه په داسې حال کې شوي چې طالبانو د هلمند د لشکر ګاه نه چاپېره په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او د څو ورځو نه يې جګړه تيزه کړې
د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزارت وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې یې د طالبانو په ضد هوايي حملې کړي دي. دغه امریکايي هوايي بريدونه په داسې حال کې شوي چې طالبانو د هلمند د لشکر ګاه نه چاپېره په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او د څو ورځو نه يې جګړه تيزه کړې

د افغانستان طالبانو ویلي د جمود ښکار بېن الافغان مذاکراتو کې پرمختګ هلته کېدلی شي چې د مشرانو نومونه یې د امریکې او د ملګرو ملتونو د بندیزونو د فهرست نه لېرې کړی شي.

په خپله رسمي وېب پاڼه یوه تبصره کې طالبانو په خپلو مشرانو پابندۍ د مذاکراتو بهیر دپاره یو خنډ وبلل او ویې وېل تر څو دغه فهرست موجود وي نو د ملګرو ملتونو او د نورو ملکونو دپاره به دا "غېرمناسب" خبره وي چې د بېن الافغان مذاکراتو نو توقع ولري چې د افغانستان د مسلې سیاسي حل به راوباسي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د افغانستان د مسلې د سیاسي حل په اړه د طالبانو په دریځ کې سختي په داسې حال کې مخې ته راغلې چې طالبانو د ملک په بېلا بېلو برخو کې حملې تندې کړې دي او د امریکې او نېټو خپل ځواکونه د جنګ ځپلې هېواد نه د وېستلو عمل شروع کړی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزارت وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې یې د طالبانو په ضد هوايي حملې کړي دي. دغه امریکايي هوايي بريدونه په داسې حال کې شوي چې طالبانو د هلمند د لشکر ګاه نه چاپېره په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او د څو ورځو نه يې جګړه تيزه کړې وه.

د خپلو مشرانو نومونه د پابندیو د فهرست نه لېرې کېدو په اړه طالبانو وویل چې د دوه اړخیزه اعتماد دپاره "د اسلامي امارت سره د تړلو شویو افرادو نومونه دې په مکمله توګه، بغیر د څه شرط او نه هم په عارضي ډول ، د تور او د انعام د فهرستونو نه لېرې کړی شي."

د وي او ای رپورټ وايي په طالبانو دغه بندیزونه په ۱۹۹۹ کې لګول شوي وو کله چې طالبان په کابل کې وو او د خپلې تشریح شریعت یې نافذ کړی و.

رپورټ وايي د ملګرو ملتونو دغه فهرست نور زیات کړی شوی او د ۹/۱۱ حملو وروسته امریکې پکې د طالب مشرانو په انعامونه اعلان کړل. امریکايي مامورین وايي القاعده په افغانستان کې د پناه ځایونونه د کال ۲۰۰۱ د ۹/۱۱ حملو منصوبه سازي کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل په تور فهرست کې د ګڼ شمېر طالب مشرانو نومونه دي چې د سفر او پابندۍ په لګول شوي او اثاثې یې منجمد کړی شوي دي.

تېر کال د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته نه یوازې افغانستان نه د خارجي ځواکونو انخلا شروع شوي ده بلکې بېن الافغان مذاکرات هم شروع شوي دي خو څېړونکي وايي په بېن الافغان خبرو کې څه ډیر پرمختګ نه دی شوی.

طالبانو په ترکي کې د افغانستان په موضوع کېدونکو خبرو کې د شرکت نه انکار کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د ۷۰۰۰ قیدیانو د ازادېدو غوښتنه هم کوي او وايي امریکې د لوظنامې د لاس لیک کېدو په وخت د بندیوانانو د ازادۍ لوظ کړی و.

د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د دې تصدیق وکړو چې طالبانو د قیدیانو د ازادۍ او د خپلو مشرانو نومونه د تور فهرست نه د لېرې کېدو مسله د امریکايي مامورینو سره راپورته کړې وه.

دغه امریکايي چارواکي چې د نوم نه څرګندولو په شرط وویل طالبانو ته دا پېغام ورکړی شو چې دغه ښې خبرې دي "خو د دوی سره زمونږ په معاهده کې په تشدد کې د کمي خبره هم شوې ده. په دې کې د سیاسي حل په لورې د حقیقي مذاکراتو خبره شوې ده او په کې د ترهګرۍ ضد غوښتنې هم شوي دي چې په مکمله توګه نه دي پوره شوي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG