لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو هڅه پيل کړې


د قطر دغه دفتر د امریکايي پوځي بو برګدال د پنځو طالبانو په بدل کې راخلاصولو کې مهم رول ولوبولی وو.
د قطر دغه دفتر د امریکايي پوځي بو برګدال د پنځو طالبانو په بدل کې راخلاصولو کې مهم رول ولوبولی وو.

د افغانستان اجرایي ریاست وايي هره هغه اداره چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته نشي کولی، موجودیت یې هېڅ مانا نلري.

د اجرایي ریاست ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته په مشخص ډول د طالبانو د قطر د دفتر د تړل کېدو او نه تړل کېدو په اړه څه ونه ویل.

د برتانېې ګارډین ورځپاڼه وايي چې افغان صدر اشرف غني د پنجنشبې په ورځ په نیویارک کې د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ سره د طالبانو د قطر د دفتر د تړلو په اړه خبرې کړي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې صدر ټرمپ د افغان اولسمشر نه غوښتي د طالبانو دغه دفتر دې وتړل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي د خبرو لپاره ارګ ته وربللي دي.

ولسمشر غني د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې د مونیخ په امنیتي کانفرنس کې هم د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د قطر دفتر له پرانیستل کېدو راهېسې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې کوم د پام وړ کار نه دی کړی.

خو دغه دفتر د امریکايي سرتېري بو برګدال سره د پنځو طالبانو په تبادله کې مهم رول ولوبولی وو.

طالبانو دغه امریکايي سرتېری نیولی و چې په بدل کې یې له ګوانتنامو څخه پنځه طالب مشران خوشې شول.

د وي او ای اشنا په مننه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG