لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سروی: افغانان له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه پوره خوشبینه نه دي


د اسیا فونډیشن لخوا یوه ترسره شوې سروې ښيي چې افغانان له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمختګ په برخه کې چندان خوشبینه نه دي.

د یادې ادارې لخوا دا ۱۳ مه سروې ده چې پکې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه تر لسو زرو زیاتو افغانانو سره مخامخ مرکې شویدي.

د سروې له مخې تر نیمايي زیات (۵۲.۳ ) سلنه ځواب ورکونکي افغانان بیا پدې باور دي چې له وسلوالو طالبانو سره خبرې کول له امکانه څخه لیرې نه برېښي.

په سروې کې وړاندې راغلي دي چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې د افغانانو هیلې په مړاوې کېدو وې په روان ۲۰۱۷ کال کې یوځل بیا په ښه کېدو شوې دي.

په سروې کې له دریو یوه برخه خلک پدې باور دي چې طالبان د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي او ۱۸.۱ فیصد نور بیا پدې اند دي چې دغه جګړه د بهرنیو هېوادونو لخوا پر مخ وړل کیږي.
پداسې حال کې چې له طالبانو سره به په ځینو سیمو کې همدردي موجوده وي خو له داعش سره د خلکو هیڅ ډول ملاتړ نشته. ۹۱.۵ فیصده افغانان وايي چې له داعش سره هیڅ ډول همدردي نه لري.

له طالبانو سره د سولې د روانو هلو ځلو په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد د انادولا خبري رسنۍ د خبرو پرمهال وویل چې حکومت په سمیزه کچه له طالبانو سره د خبرو پر مسلې کار کوي تر څو د ستونزې د حل یوه لاره وموندل شي.

مجاهد وړاندې وویل چې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو اترو د لړۍ د بریالیتوب لپاره له یې داسې ډلې ګمارلې چې په هغو کې دیني او قبایلي مشران، د مدني ټولنو غړي او لوستې کسان شامل دي او د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي.

نوموړي وړاندې وویل چې داسې یوه ډله یې د افغانستان پکتیا ولایت ته په خپله استولې ده.

XS
SM
MD
LG