لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت له امریکایي کمپنیو سره د کولې را ایستلو تړون کوي


افغان حکومت له هغو بېلابېلو امریکایي کمپنیو سره د تړون په اړه د خبرو اترو په وروستي پړاو کې دی، چې غواړي د دې هېواد د کولې صنعت ته په وده ورکولو کې برخه واخلي او دا په افغانستان کې د ګټورو معدني وسایلو د کیندنو پر لور لومړی ګام ګڼل کېږي.

یوه لوړپوړي افغان ډیپلومېټ او د کیندنو په صنعت کې د مهارت لرونکو دوو کمپنیو مالکانو- چې په دغو خبرو کې یې برخه اخیستې- وي او اې ته ویلي، چې د کانونو د کیندنو په اړه خبرې اترې د ولسمشر ټرمپ په ټینګار دوام لري، چې غواړي امریکا په افغانستان کې زیاته پانګه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۵م کال کې د (انفووارز) په نوم ویبپاڼې ټیلیویژن ته په مرکه کې ویلي وو، چې امریکايي پوځونه په افغانستان کې جنګېږي، خو معدني ګټه یې چین تر لاسه کوي. تېر کال یې د جنوبي اېشیا په تګلاره کې هم وویل، چې امریکا باید د افغانستان له جګړې څرګنده نتیجه تر لاسه کړي، چې د اقتصادپوهانو په ګومان مقصد یې د افغانستان له معدني وسایلو ګټه تر لاسه کول دي.

ولسمشر ټرمپ په ځانګړې توګه د افغانستان د هغو معدني زېرمو پراخ انتقال ته لېواله دی، چې ګټه ورڅخه نه ده اخیستل شوې. د امریکې مځکنۍ یا جیولوجیکل سروې په ۲۰۱۰م کال کې دغه معدني زېرمې د ۱۰۰۰ اربه (۱ ټریلین) ډالرو په اندازه بللې وې.

که څه هم کوله یا د ډبرو سکاره د افغانستان په معدني زېرمو کې ډېره د ارزښت وړ نه ګڼل کېږي، خو امریکایي کمپنۍ د کولې انتقالولو د تړون تر څنګ غواړي په راتلونکي کې د دې هېواد پر میسو، سرو زرو (طلا)، لیتیم او نورو مځکنیو وسایلو د پانګې لګولو فرصت تر لاسه کړي.

افغان ډیپلومېټ- چې له امریکایي کمپنیو سره د خبرو په برخه کې یې مرسته کړې او نه غواړي نوم یې څرګند شي- وایي دغه تړون به امریکه او افغانستان په اوږدمهاله ملګرتیا سره پیوند کړي:

"افغان حکومت چې تقریباً ټول پر بهرنۍ مرسته ولاړ دی، له دې تړون سره به هم تر ډېره په خپلو پښو ودرېږي او هم به د امریکې د اوږدمهالي هوډ او عزم فرصت په لاس ورشي"

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت به دغو کمپنیو ته بلنه ورکړي، چې افغانستان ته د معدني زېرمو کیندونکي، اوزار، لاجیسټیک او امنیتي کسان راولي او د کولې او تېلو په را ایستلو کې یې ورڅخه مرسته واخلي، چې دا به په دې هېواد کې د کولې په وسیله د برېښنا جوړولو تر ټولو لوی پلانټ وي او هیله ده چې دا له یوه تر دوو کلونو وخت واخلي.

د افغانستان ۷۰ فیصده خلک د باور وړ دوامداره برېښنا نه لري او هېواد یې تر ډېره له څنګلورو هېوادونو سره د برېښنا لېږدولو تړونونه لري، چې اکثر له خنډ سره مخامخ وي، ځکه نو دغه تړون د افغانستان د برېښنا په برخه کې یو ډېر مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

په افغانستان کې معدني زېرمې له سختو چېلنجونو سره مخامخ ګڼل کېږي، ځکه دا هېواد د دغو زېرمو د راایستلو، تیارولو او نړیوال بازار ته د وړاندې کولو په برخه کې د اړتیا وړ بنیادي اسانتیاوې نه لري. د کولې د کیندنو تړون د دغو بنیادي اسانتیاوو د ستونځې د هوارولو هڅه ده.

​د افغانستان د معدني زېرمو په را ایستلو کې وسلوال طالبان هم لوی خنډ ګڼل کېږي. د اقتصادي چارو پوهان وايي دا چې کوله د نورو قیمتي زېرمو لکه سرو زور په نسبت باید په زیاته اندازه را وایستل شي، نو دا به ګرانه وي چې وسلوال دغه زېرمې لوټ کړي.

په افغانستان کې پخوا هم خصوصاً د دې هېواد په شمال او لوېدیځه برخه کې له کانونو د ډبرو کوله را ایستل شوې ده. د امن لپاره امریکايي اداره د ۲۰۱۷م کال د رپوټ له مخې وایي، چې په افغانستان کې هر کال له درې تر څلور میلینه ټنه کوله را ایستل کېږي، چې بیه یې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلینه ډالره اندازه شوې ده، خو د دې په نسبت په ۲۰۱۶م کال کې د امریکې د کولې تولید ۷۰۰ ټنه ښوول شوی دی.

XS
SM
MD
LG