لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سې ائې ای مشر وائې افغانستان کې پرمختگ رو دی


د امریکې د مرکزي استخباراتي ادارې مشر لیون پنیټه

د امریکې د استخباراتو ادارې مشر لیون پنیټه وائې امریکائې عسکر افغانستان کې د زیات شوې تشدد سره مخ دي. بلخوا، د اتوار په ورځ شرقې افغانستان کې دوه نور د امریکې عسکر وژل شوې. د جون میاشت افغانستان کې د نیټو د پاره ترټولو خونړۍ میاشت ده

د امریکې د استخباراتي ادارې سې ائې ای مشر لیون پنیټه ویلې افغانستان کې پرمختگ مشکل او د توقعاتو نه زیات رو روان دی.
بل خوا د اتوار په ورځ د شرقې افغانستان په یو برید کې دوه امریکائې عسکر وژل شوې دي. د جون میاشت افغانستان کې د نیټو د پاره د کال ٢٠٠١ راهسې تر ټولو خونړۍ میاشت ده چې پکښې ٩٣ د نیټو عسکر وژل شوې دي.
او د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې نیټو ویلې یوشمیر طالبان يي وژلې چې پکښې د طالبانو یو خارجي مشرهم شامل دی. دوه نور طالبان په قندهار کې وژل شوې.
په افغانستان کې د پرمختگ په حقله وینا د سې ائې ای مشر لیون پنیټه د امریکې ای بې سې ټیلې ویژن سره د اتوار په ورځ مرکه کې کړې.
هغه ویلې نړي وال ځواکونه افغانستان کې د یو شمیر سنگینو مسلو سره مخ دي لکه ناقص حکومت، اداري فساد، د نشۍ شیانو سمگلنگ اود طالبانو ياغیتوب.
لیون پنیټه ویلې امریکائې ځواکونه افغانستان کې د تشدد زیاتوالې سره مخ دي او امریکائې چارواکې گڼې جنگ ځپلې هیواد کې کامیابې هم هله ترلاسه کیدی شي چې افغانستان خپله ذمه وار پوځ او پولیس وولري.
افغانستان کې د نیټو او امریکائې ځواکونو مشر جنرل سټینلی مک کرسټل د استعفی' ورسته، د خالې په ورځ، د امریکې پوځې مشر ایډمرل مائیک مولن افغانستان او پاکستان ته باور وړاندې کړی چې د جنرل مک کرسټل د تگ ورسته به د امریکې په تگ لاره کې څه بدلون نه راځې.
په کندوز کې د تشدد په حقله، نیټو ویلې د طالبانو خلاف برید د کندوز ولایت په چهاردیح ولسوالۍ کې ترسره شوی او افغان ځواکونو هم په دغه عملیاتو کې د نیټو عسکروسره سنگ په سنگ برخه اخسته.
نیټو وائې په طالبانود خالې په ورځ حمله په داسې وخت کې شوې ده چې دوې په یو غیر اباد سیمه کې غونډه کوله.
په وژل شؤو طالبانو کې د دوې یو مهم خارجي جنگیالی هم شامل دی چې د وسلو په رسد کې به يي مرسته کوله. افغان چارواکې وائې دغه مشر طالب به پاکستان کې د طالبانو سره د رابطه کار په توگه هم کارکولو او د کندوز ولایت د غور تپه مشر هم پاتې شوی دی.
په برید ورسته، درې طالبان ژوندې نیول شوې دي چې دوه پکښې په زخمي حالت کې دي.
نیټو په قندهار کې هم د دؤو مهمو طالب مشرانو د وژنې تصدیق کړی. نیټو ویلې دواړه طالبان هغه مهال په یوه حمله کې وژل شول کله چې دوې د قندهارپه یو سړک کې بم کیښودلو.
افغان طالبان اکثره دوې ته د تلافاتو په حقله د افغان چارواکو او یا د نیټو رپورټونه ردوي.

XS
SM
MD
LG