لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې د دویم امریکائې مړی موندلی شوی


د نیټو کرنیل رفائیل ټارس ویلې نړي وال ایتلاف د ملکي تنانو د وژل کیدو پیښې ډیر په سنجیدگۍ اخلې او د ملکي تنانو د تحفظ د پاره هر ممکن گام پورته کوي.

امریکائې او افغان چارواکو ویلې په شرقي افغانستان کې بې درکه شوې د دویم امریکائې عسکر مړی هم موندلی شوی دی.
د چارواکو ترمخه، ځائې خلکو د ٢٠ کلن پوځې مړی د لوگر ولایت برکې برک سیند کې سهې کړی و. ورسته، د پوځې جسد د نیټو ځواکونو ترلاسه کړو. ویل کېږې د مړ پوځي په بدن د گولیو نښې هم وې.
نیټو په سملاسې توگه د پوځې د موندل کیدو په رپورټونو څه تبصره نه ده کړې.
دوه امریکائې عسکر د جولائې د میاشتې په ٢٣ مه نیټه د لوگر ولایت په داسې سیمه کې بې درکه شوې ؤ چې د طالبانو مرکز گڼلی کیږي. د بل عسکر مړی د اتوار په ورځ موندلی شوی ؤ.
طالبانو وړاندې ویلې ؤ چې دوې بې درکه شوؤ امریکائې عسکرو کې یو په جنگ کې وژلی ؤ بل يي خپله ولکه کې اخستی ؤ.
بل اړخته، نیټو ویلې په جنوبي افغانستان کې یوه جینۍ د شورو په ورځ د نړي والو او افغان ځواکونو په منځ کې په ډزو کې وژل شوې ده. هم په جنوبي افغانستان کې، د هلمند ولایت سرښار لشکرگاه سره نزدې، یو ملکي تن هاغه وخت وژل شو کله چې طالبانو په ایتلافي ځواکونو برید ووکړو.
د نیټو کرنیل رفائیل ټارس ویلې نړي وال ایتلاف د ملکي تنانو د وژل کیدو پیښې ډیر په سنجیدگۍ اخلې او د ملکي تنانو د تحفظ د پاره هر ممکن گام پورته کوي.

XS
SM
MD
LG