لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ٦ امریکائې عسکر وژل شوې


د ورستيو وژنو سره، د جولائې په میاشت کې د امریکائې عسکرو د مړینې شمیره ٦٦ ته رسیدلې چې د کال ٢٠٠١ راهسې تر ټولو زیاته شمیره ده.

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په بیلا بیلو حملو کې شپږ امریکائې عسکر وژل شوې دي. جولائې د افغانستان په جنگ کې تر دا وخت د امریکائې پوځیانو د پاره تر ټولو خونړۍ میاشت ده.
نیټو ویلې یو عسکر يي په ډزو او دوه نور عسکر د په سړک غاړه په بمي چاؤدنه کې د جمعې په ورځ وژلی شول. درې نور امریکائې عسکرد زیارت په ورځ په جنوب کې په مختلفو بمي چاؤدنو کې وژلی شوې دي.
د ورستيو وژنو سره، د جولائې په میاشت کې د امریکائې عسکرو د میړنې شمیره ٦٦ ته رسیدلې چې د کال ٢٠٠١ راهسې تر ټولو زیاته شمیره ده.
بل اړخته، کابل کې د جمعې په ورځ د امریکې پر ضد مظاهرې هاغه وخت وپاریدې کله چې د امریکې سفارت یو موټر څلور عام خلک د هوائې اډې په سړک وژل.
د مظاهره چیانو د سفارت دوه موټرې وسوزولې او پولیسو مظاهر چیانو د تس نس کولو د پاره په هواه کې ډزې ووکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG