د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي په افغانستان کې د وسله والو جګړو او چادونو له کبله د ماشومانو د مرګ-ژوبلې په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د ادارې تر مخه د ۲۰۱۷ کال په لمړیو ۹ میاشتو کې لږترلږه ۷۰۰ افغان ماشومان په جګړو او ورسره تړلو امنیتي پیښو کې ووژل شوي او ۱۷۹۰ نور ټپیان شوي. دغه شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۰ سلنه یا فیصدي ډیروالی ښايي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) راپور ورکړی چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ نه د سپټمبرپورې، ۲۶۴۰ ملکي خلک په جګړو کې ووژل شول او تر ۵۳۷۰ ډیر ټپیان شول.
یوناما وړاندې ویلي وو چې د کال ۲۰۱۷م په لمړیو نهو میاشتو کې ۶۸۹ ماشومان په جګړو کې وژل شوي و، خو اوس یونیسف وايي دغه شمیره ۷۰۰ ته ختلې.
د یونیسف یوه چارواکي، مانوئل فونتین، ویلي چې ماشومان په هیڅ ځاې کې د جګړو له زیانونو خوندي ندي او په ښوونځي یا سکولونو، کور او بهر کې د جګړو او امنیتي پیښو له کبله زیانمن کیږي.
یوناما د ملکي تلفاتو ۶۴ سلنه یا فیصدي د افغان حکومت د مخالفینو (طالبان او داعش) کار بولي، خو حکومت پلوي پوځیان هم د ملکي تلفاتو په ۲۰ سلنې کې پړه بولي.
د وي او ای اشنا په مننه!