لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

۱۰۶ کلنې افغان میرمن ته په سویډن کې پناه ورکړل شوه


بي بي ګل ازبکي دا مهال سخته ناروغه ده او په سختۍ سره خبرې کوي

د اسوسیټېډ پریس د راپور له مخې دغې ۱۰۶ کلنې افغانې میرمنې د زوي او لمسي په مرسته په ډیرو سختو لارو (غرونو، دښتو او ځنګلونو) باندې ځان اروپا ته رسولی وه.

د کډوالۍ محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغې د ویستلو پریکړه بیرته په شا او په سویډن کې یې د راتلونکو ۱۳ میاشتو لپاره د اوسېدو اجازه ورکړه.

بي بي ګل ازبکي دا مهال سخته ناروغه ده او په سختۍ سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG