افغان چارواکي وايي، د افغانستان د ملي پوځ ۳۵ تنه ښځینه پوځیانې دا مهال د هند په چینايي پوځي مرکز کې روزل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغان ښځینه پوځیانو دغه روزنیز پروگرام به د پاکستان د غبرگون سبب شي که نه، د امریکا غږ ته وویل چې "افغانستان د پاکستان مستعمره نه ده" او هر هغه څه به وکړي چې د هیواد گټې یې ایجابوي".
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل "که پاکستان ترهگر ونه روزي، ښایي ټول افغان پوځیان په پاکستان کې وروزل شي".
پاکستان امریکايي چارواکو ته اندیښنه څرګنده کړې چې ګواکي هند د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیت کوي خو افغان چارواکو دغه نیوکې بې بنسټه بللي دي.
دا لومړی ځل دي چې افغان ښځینه پوځیانې هند ته د پوځي روزنې لپاره استول شویدي. لدې وړاندې یواځې په زرګونو افغان (نارینه) پوځيان د زرده کړو لپاره هند ته تللي و.
د افغانستان د ملي پوځ پدغو پوځیانو کې ١٧ تنه د ځمکنیو ځواکونو، درې تنه د هوایي پوځ، څو تنه د ځانگړو ځواکونو او یو شمیر نورې یې د دفاع وزارت د استخباراتي، ستراتیژۍ، عامه اړیکو، روغتیایي، مالي او قانوني چارو کارکوونکي دي.
په افغانستان کې د هند سفیر مانپریت اوهرا هندي رسنیو ته ویلي دي چې "ددې روزنیز پروگرام هدف دادی چې دغه منصبدارانې د فزیکي تمرینونو، تکتیکي چارو، ارتباطي او د مشرتابه مهارتونه په گډون په پوځي اساساتو پوه شي".
هند همدارنګه له افغان حکومت سره نورې پوځي مرستې هم کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت پلان لري چې په پوځ کې د میرمنو د شمولیت شمیره ١٠ فیصدو ته لوړه کړي.
د اگست په میاشت کې د امریکا پوځ کانگرس ته په یو رپوټ کې وویل چې د افغانستان د دفاع په وزارت کې ۴٥٠٠ ښځې شته چې د هغوی له جملې نه ١٢٠٠ یې په پوځ کې او ١٠٠ یې په هوایي قواو کې کار کوي.
(له امریکا غږ اشنا څخه په مننه)