لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکسفيم او ايکشن ايډ وئيلي افغاني ميرمنو حقونه په خطره کې دي


 اوکسفيم او ايکشن ايډ وئيلي افغاني ميرمنو حقونه په خطره کې دي
اوکسفيم او ايکشن ايډ وئيلي افغاني ميرمنو حقونه په خطره کې دي

دوؤ بين المللي امدادي تنظيمونو وئيلي دي په داسې حال کې چې غيرملکي پوځونه افغانستان څخه دوتلو تياري کوي، افغانستان کې دښځو حقونوخطرسره مخ دي.
برطانوي تنظيمونو اوکسفيم او ايکشن ايډ پخپلو بيلا بيلوجائزه راپورونو کې وئيلي دي چې په 2001ء کې دامريکا په مشرۍ پيل کړل شوې کارروايۍ څخه راپديخوا دافغاني ميرمنو په حقونو کې ښۀ والى په نظر راغلى خو دغه صورتحال مستحکم نۀ دى.
د1990ء په لسيزه کې دطالبانو دحکومت په مهال دښځو په نوکرۍ کولو، تعليم ترلاسه کولو او په لاره دخپل سړي سره دتللو څخه پرته دکور څخه په وتلو پابندي وه. اوکسفيم وائي اوس مهال خواؤشا 2.7 ملينه جينکۍ په سکولونو کې تعليم ترلاسه کوي او دطالبانو په دور کې دغه شميره يواځې څو زره وه. داکلسفيم درپورټ ترمخه ښځو په افغانستان کې دسياست، دقانون واکمنۍ او تعليم په څانگو کې د2001 څخه حقيقي پرمختيا ترلاسه کړه خو دغه ټولې لاسته راوړنې کمزورې دي.
دنړيوالو دځواکونو وتلو څخه وروستو داسې خطره ده چې افغان حکومت به طالبانو سره دامن دتړون کولو په خاطر دښځو دحقونو قرباني ورکړي. خو دامدادي تنظيمونو مطابق صورتحال کې دغه ښۀ والى دامن دبحالۍ دهڅو په مهال ډير زر ختميدى شي. داوکسفيم درپورټ په تيارۍ کې شامل لوئيز هينکاک وئيلي دي چې دافغان ميرمنو په فکر طالب جنگيالو سره دجوړجاړي هڅو کې دبوختو چارواکو څخه دا هيله نۀ شي کيدى چې هغوي به يې دحقونو تحفظ وکړي.
ايکشن ايډ په افغاني ميرمنو ټينگار کړى چې هغوي پخپل هيواد کې دروانې لس کلنې ناقرارۍ دختمولو په هڅو کې خپل کردار ادا کړي. تنظيم چې کله د1,000ؤ ميرمنو څخه دهغوي رايې معلومه کړه نو اکثرو دطالبانو داقتدار دبيا راتللو انديښنه څرگنده کړه، ددغو ميرمنو څخه ددريوؤ څخه ديوې برخې په فکر دبين المللي ځواکونو دوتلو وروستو به دافغانستان وضعيت نور هم خراب شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG