لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل :د هند دقونصلگرۍ ترڅنگ ځان وژونکې حمله کې 9 کسان وژل شوي


چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان د ختيزولايت ننگرهار په سرښار جلال اباد کې دهند دقونصلگرۍ مخې ته ترسره شوې يوه ځان وژونکې حمله کې دماشومانو پشمول ٩ کسان وژل شوي اؤ د٢٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دننگرهار دپوليسو مرستيال مشر معصوم خان هاشمي ددغه حملې په اړه خبريالانو ته وئيلي دي دغه پيښه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې په يو موټر کې ناست درې کسان په جلال اباد کې د هند د قونصلگرۍ مختې ته جوړ چيک پوسټ ته نزدې ورغلل.
د هغه په وينا کله چې خودکش جيکټونه په تن دوه کسان دگاډي څخه راووتل نو يو پوليس عسکر پرې سمدستي ډزې پيل کړې اؤ زياته يې کړه چې دريم تن دموټر دننه يوه درنه چاؤدنه وکړه.
نوموړي زياته کړې ده دا د ورانکارو لخوا د هند په قونصلگرۍ د بريد يو ناکامه کوشش ؤ چې امنيتي ځواکونو د وخت څخه د مخه شنډ کړو.
سرچينې وايي په دغه چاودنه کې ٩ اولسي وگړي وژل شوي اؤ ديو پوليس عسکر پشمول ٢٤ کسان ژوبل شوي دي.
په نوي ډيلي کې دهند دخارجه چارو دوزارت وياند سيد اکبرالدين وائي په قونصليټ کې موجود ټول هندي مامورين محفوظ دي اؤ په دغه حمله کې ورته هيڅ رقم زيان نۀ دى رسيدلى .
افغانستان کې دهندي قونصليټ ترڅنگ دغه حمله په داسې حال کې شوې ده چې امريکا دالقاعده له لوري له لوري د متوجې ممکنه خطرو له امله داتوار په ورځ په يو شمير هيوادونو کې دخپلو سفارت خانو دتړلو اعلان کړى دى.
له دې وړاندې چې افغانستان کې په افغاني اؤ بهرني ځواکونو يا حکومتي ودانيو څومره بريدونه شوي دافغانستان د طالبانو تحريک عموماً د هغې ذمه واري قبلوي خو ددغه اوسنۍ پيښې په اړه ميډيا ته په خپل يو ليږلي پيغام کې طالبانو په دغه بريد کې دلاس لرنې څخه انکار کړى.
لۀ دې وړاندې په ٢٠٠٨ اؤ ٢٠٠٩ کې هم کابل کې په هندي سفارت خانه حملې شوې وې چې پکې لږترلږه ٧٥ کسان وژل شوي وؤ
همدغه شان په کال ٢٠١٠ کې هم پلازمينه کابل کې د حکومت مخالفه وسله والو له لوري په دوؤ ميلمستونونو حمله شوې وه چې پکې شپږ هندي وگړي وژل شوي ؤ اؤ هند ددغه حملې ذمه واري دپاکستانۍ تندروه ډلې لشکرطيبه په اوږو اچولې وه.
په افغانستان کې د بدامنۍ دغه لړې وروستوله هغې چټک شوې ده چې په دوحه کې دامريکا،طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ ترتيب کړل شوي مذاکرات د حامد کرزي د حکومت د انديښنو له امله وځنډيدل.
د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو په گاونډي هيواد افغانستان کې د لاس وهنې تور لگولى اؤ وئيلي يې دي پاکستان طالبان پخپل لاس کې نيولي اؤ د افغانستان امن پرې تباه کول غواړي ترڅو پاکستان په افغانستان کې دخپلې خوښې يو گوډاگى حکومت رامينځته کړي خو پاکستان مدام دغسې تورونه رد کړي اؤ وايي افغانستان کې دامن ،سولې اؤ طرقۍ پلوي دى
XS
SM
MD
LG