لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: په افغانستان کې د کرونا وایرس ناروغي په زیاتېدو ده، چارواکي د وېکسین غوښتنې کوي


ای پي وايي نظري د وېکسین په تکل کې هر سفارت دروازې ټکولي دي خو تر اوسه یې د وېکسین په ځای "یوازې سفارتي ځوابونه ترلاسه کړي دي."

په افغانستان کې د کرونا وایرس ناروغي مخ په زیاتېدو ده او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي چارواکي د وېکسین غوښتنې کوي او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي هغه درې مېلین وېکسین چې د اپرېل په میاشت کې به افغانستان ته وکړی کېدل هېواد به د اګست په میاشت کې ترلاسه کړی شي.

د ای پي ترمخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ترجمان غلام دستګیر تېره هفته وويل د وېکسین ترلاسه کولو په لړ کې د کړکیچ سره مخامخ دي.

نظري د وېکسین د نړیوال وېش د نظام نه مایوسي ښکاره کړه چې ای پي وايي د وېکسین د تقسیم غیر مساوي نظام د نړۍ غریب ملکونه خپل ولس دپاره وېکسین په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

ای پي وايي نظري د وېکسین په تکل کې هر سفارت دروازې ټکولي دي خو تر اوسه یې د وېکسین په ځای "یوازې سفارتي ځوابونه ترلاسه کړي دي."

ای پي وايي د تېرې یوې میاشت راهسې په افغانستان کې د کرونا وایرس ناورغي او د دې ډېلټا نومې قسم په چټکتیا خپور شوی. دغه وایرس لومړی په هندوستان کې موندل شوی و ای پي وايي افغانستان ته د ډېلټا قسم د رسېدلو بنیادي وجه د دواړو ملکونو ترمنځ بغیر د څه بندیز سفر دی.

ای پي وايي زیاتره افغانان د وایرس د ريښتیاوالي په اړه هم پوښتنې راپورته کويي، وايي عقیده به یې محفوظ ساتي او ځکه هم ماسکونه نه لګوي او یا د هغه کسانو پورې خندا کوي چې ماسک مخ پوزې ته لګوي. تېر تېرې هفتې پورې حکومت د خلکو به رایوځای کېدو بندیز لېرې کولو.

ای پي وايي د کرونا وایرس ډېلټا قسم سرښار کابل او ۱۶ نور ولایتونه سخت ځپلي دي. دا هفته د ورځې په حساب د کرونا وایرس د نوي مریضانو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسېدو. د می په لومړۍ نېټه دغه تعداد د ورځې ۱۷۸ و.

د رپورټ ترمخه په هسپتالونو کې بسترونه زر زر نیول کېږي او ویره ده چې افغانستان به د اکسینجن د کمي سره مخامخ شي.

خارجه وزیر حنیف اتمر د جمعې په ورځ د ټوېټر دلارې په افغان سفیرانو غږ وکړو چې د نژدې ملکونو نه دې به بېړنۍ توګه اکسینجن وغواړي.

د ای پي د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د کرونا وایرس ۷۸۰۰۰ ناروغان او ۳۰۰۷ مړينې رپورټ شوي خو خبري اداره وايي دا شمېرې ډیرې کمي دي ځکه چې دا یوازې هغه مرګونه څرګندوي چې په هسپتالونو کې وشي خو په کورونو کې چې کوم خلک د کرونا وایرس نه مري هغه نه رپورټ کېږي.

ای پي وايي د کرونا وایرس ټېسټونه هم په افغانستان کې په انتهايي ناکافي شمېره کې کېږي. د ملک په ځینو برخو کې د مثبت پېښو کچه د اته فیصد نه ۶۰ فیصد ته پورته شوه.

د ډبلیو اېچ او د سفارشاتو ترمخه د پنځه فیصد نه زیاتې شمېرې ښي چې چارواکي په کافي تعداد کې د کرونا ټېسټونه نه کوي چې له امله یې وایرس د خپرېدو موقع ترلاسه کوي.

ای پي وايي د دې باوجود چې افغان چارواکي ټینګار کوي چې د ورځې په حساب د ۲۵۰۰۰ ټېسټونو صلاحیت لري خو د ورځې د ۳۰۰۰ نه زیاتې ټېسټونه نه کیږي.

د وایرس د مخنیوي په خاطر حکومت په ورستیو ورځو کې سکولونه، یونېورسټۍ او کالجونه د دوو هفتو دپاره بند کړي وو. د دې ترڅنګ د ودونو تالارونه چې په ټوله وبا کې خلاص وو دا ځل بند کړی شوو.

ای پي وايي د ګڼي ګوڼي په عامو ځایونو او په حکومتي دفترونو کې کم خلک لیدل کېږي چې ماسکونه یې مخ ته لګولي. د هندوستان نه هره ورځ ۱۰ پروازونه افغانستان ته ځي چې زیاتره پکې طالب علمان وي او یا هغه افغان چې هند ته علاج دپاره تللي وي.

نظري وویل هندوستان ته په پروازونو بندیز ځکه نشو لګول کېدی چې افغانان په هندوستان کې د زیات وخت دپاره د پاتې کېدو وسایل نه لري او بله دا چې افغانستان خپل شهریان خپل ملک ته د ستنېدو نه نشي منع کولی.

ای پي وايي افغانستان د چین او د هندوستان نه ترلاسه شوي وېکسین باندې تر اوسه پورې انحصار کړی دی.

د رپورټ ترمخه د ۳۶ مېلین ابادۍ په ملک کې تر اوسه پورې یو اشاریه شپږ فیصد خلکو ته وېکسین ورکړی شوي دي او نظر وايي دا کومه شرح ده چې هغه یې فیصدي نشي ښودلی.

نظري وویل ډبلیو ایچ او ورته تېره هفته په یو خط کې وویل چې هغه درې مېلین وېکسین چې افغانستان ته د اپرېل په میاشت کې ورکړی کېدل په رسد کې د مسلو په سبب د اګست د میاشت پورې ځنډېلي دي.

هغه دا وخت په ملک فقط ۳۵۰۰۰ وېکسین موجود دي او یوازې هغو ته ورکړی کېږي چې د دویم وېکسین وخت بې پوره شوی دی.

ای پي وايي غریبو ملکونو ته د کرونا وېکسین د تقیسم دپاره د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ کوېکس نومې نظام هم د وېکسین په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ دیږ

نظري وايي په کوېکس د هغه اعتماد ختم شوی دی. هغه وویل د بده مرغه داسې ملکونه هم شته چې د ابادۍ تر ۶۰ فیصد پورې خلک یې وېکسین کړي او داسې ملکونه هم شته چې یو فیصد خلک یې هم نه دي وېکسین کړي.

ای پي وايي په افغانستان کې د کرونا وایرس د خرابېدونکي صورتحال په سبب امریکايي سفارت د زیارت، پنچشنبې، په ورځ د اکسیجن او په هسپتالونو کې د بسترونو د کمي په اړه خبرداری جاري کړو او خپلو شهریانو ته یې زر تر زره افغانستان نه د وتلو هدایت وکړو.

XS
SM
MD
LG