لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کال 2010م کې دافغانستان ځمکني حقيقتونه


په کال 2010م کې دافغانستان ځمکني حقيقتونه
په کال 2010م کې دافغانستان ځمکني حقيقتونه

افغانستان کې دسياسي ثبات او سلامتۍ وضعيت ښۀ کولو بين المللي هڅو کې په کال 2010م کې ډرامائي پرمختگ ونۀ شو.
دامريکا په مشرۍ په هيواد کې گمارلو يو لک پنځوسو زرو دنيټوپوځونو دطالب جنگيالو مرکز گڼل کيدونکو جنوبي افغان ولايتونو هلمند او قندهار کې اهم عمليات ترسره کړل او پکې يې دپرمختگ دعوې هم وکړې.
دامريکا صدر براکاوباما په 16م دسمبر دافغانستان لپاره دخپلې جنگي تگلارې دجائزې وړاندې کولو په مهال وئيلي ؤ دغه تگلاره موثره ثابتيږي خو هغه اعتراف کړى ؤ چې پوځي کاميابۍ نازکې دي او طالب جنگيال يې اړخ بدلولى شي.
امريکائي صدر جولا ئي 2011م دسلامتۍ ذمه وارۍ افغانانو ته منتقل کولو او دځينو امريکائي پوځيانووطنته دواپسۍ دعمل شروع کولو دريځ تکرارولو په ترڅ کې ددې ارادې څرگندونه کړې وه چې کال 2014م پورې به دامنيت ذمه وارۍ افغان حکومت ته وسپارل شي.
خو ناقدين ددغه وخت پورې دذمه وارو پخپلو لاسونو کې داخستو په هکله دافغان پوځ په توانونو دتحفظاتو ښکار دي ،ملگري ملتونه او غيرملکي امدادي تنظيمونه په کال 2010م کې دامريکا او نيټو لخوا دپوځي کاميابو دادعاوؤ سره متفق نۀ دي.
دمارچ څخه اکتوبر په مهال دوضعيت وړاندې کوونکو ملگرو ملتونو دخفيه نقشو له مخې په هيواد کې دسلامتۍ وضعيت درجه په درجه بد شوى دى.
په ميډيا کې دخپرو شوؤ دغو نقشو دتفصيلاتو ترمخه دطالبانو دهلو ځلو له امله دشمالي او لويديزوولايتونو شپاړسو اولسواليو کې دسلامتۍ په هکله خطرو کې ډيره اضافه شوې ده.
په کال 2010م کې دجگړې په اړه دترلاسه شميرې څخه هم په افغانستان کې دسلامتۍ په اړه دمقامي او بين المللي امدادي تنظيمونو انديښنو ته وده ترلاسه کيږي.
ملگرو ملتونو دکال په اخره کې پخپل رپورټ کې وئيلي ؤ دتير کال په پرتله جگړه کې دوژل شوؤ يا ژوبل شوؤ اولسي وگړو په شميره کې شل فيصده اضافه وشوه چې پکې تقريباً پينځه زره دطالب جنگيالو دبريدونو ښکار شول.
ددې ترڅنگ اووۀ نيم سوؤ نه زيات وگړي دياغيانو په ضد دافغان او ائتلا في ځواکونو دکارروائيو په مهال ژوبل شوي يا وژل شوي دي.
په افغانستان کې دنيټو دوژنو داعداوشمار جمع کوونکې انټر نيټ يوې ويب پاڼې ترمخه لږ ترلږه 709 غيرملکي پوځيان سږ کال وژل شوي چې نهه کاله وړاندې شروع شوي دغه جنگ کې دغيرملکي پوځيانو تر دې مهاله شوى تر ټولو زيات ځاني زيان دى.
په دغو وژل شوؤ عسکرو کې 498 امريکائي،103برطانوي، او 108 پوځيانو تعلق دنيټو په ائتلاف کې شاملونوروهيوادونو سره دى.
دجنگ ختمولو لپاره دطالب ياغيانو سره دامن خبرو اترو شروع کولو په هکله دافغان صدر حامد کرزي هڅې دبين المللي پام مرکز ؤ.
ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره افغان صدر دپروفيسر برهان الدين رباني په مشرۍ کې يو اعلي کميشن جوړ کړى ؤ اؤ افغان صدر دطالبانو او کميشن داستازو ترمينځ دابتدائي نوعيت د خفيه رابطو هم انکشاف وکړو.
دطالبانو لوړپوړومشرانو دمذاکراتو سرکاري دعوې رد کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG