لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان هوایي ځواکونو د لومړي ځل دپاره د شپې له طرفه حملې وکړې


د افغانستان پوځ وایي چې د لومړي ځل دپاره یې، د شپې له طرفه، د طالبانو پر سنگرونو باندې هوایي بمبارۍ کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ افغان سرویس ته وویل چې افغان ځواکونو د یکشبنې/اتوار او دوشنبې/گل په شپو (د ډېسمبر پر ٩مه او ١٠مه) د ارزگان ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو سنگرونه، د سوپر تکانو اې ـ ٢٩ ډوله امریکایي جهازونو په وسیله بمباري کړل.

ښاغلي جاوید دا هم وویل چې په دې بریدونو کې طالبانو ته درنه مرگ ژوبله اووښتې ده او د هغو د وسلو انبارونه هم له منځه تللي دي. افغان ځواکونو د دغو بریدونو ویډیو هم خپره کړې ده (د لیکنې په پای کې یې همدلته لیدلای شئ).

د طالبانو سره په جگړه کې افغان پوځیانو په دې وروستیو کلونو کې درنې مرگ ژوبلې گاللي دي، خو اوس افغان پوځ وایي چې د شپې د طرفه د دوی هوایي بریدونه به د افغان عسکرو مرگ ژوبله راکمه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې په نږدې راتلونکې کې به په شپني عملیاتو کې د اېم ډي ٥٣٠ ډوله او د بلک هاک هلیکوپټرو څخه هم کار واخیستل شي. هغه دا هم وویل چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو، افغان پیلوټانو ته د شپې د طرفه د بمبارۍ کولو مهارت هم ورزده کړی دی.

افغانستان پخوا د پوځ په برخه کې گڼ شمیر روسي جهازونه درلودل، خو وروسته د مجاهدینو او طالبانو په دورو کې د افغانستان هوایي ځواک کمزوری او په نشت کې حساب شو. په دې وروستیو کلونو کې، د افغانستان هوایي ځواکونه د ناټو په مرسته بیرته په پښو دریدلي او ښایي نور هم پسې پیاوړي شي.

د افغان ځواکونو هوایي حمله
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG