لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د القاعده وژل شوی پاکستانی مشر عمر خطاب څوک وو؟


د القاعده مشر ایمن الظواري
د القاعده مشر ایمن الظواري

د افغانستان ملي امنیت وايي، عمر خطاب یا عمر منصور د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د هوايي او پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، (عمر خطاب د پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکی و چې عمر یې څه باندې ۴۰ کاله)

د ملي امنیت یو چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دي چې عمر بن خطاب د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو راوروسته د القاعده شبکې تر ټولو لوړ پوړی مشر و چې ووژل شو.

امریکايي ځواکونو خطاب په هندي نیمه قاره (بر صغیر) کې د القاعده شبکې دوهم نمبر ستر مشر ګڼلی.

دوی ویلي چې خطاب د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد په مستقیمو عملیاتو کې ښکیل کس وه چې طالبانو ته به یې د شپنیو بریدونو او راکټي بریدونو په برخه کې مشوره ورکوله.

تیر کال هم افغان چارواکو او امریکايي پوځ په افغانستان کې د القاعده شبکې د ګڼو بهرنیو ترهګرو د وژل کېدو راپورونه ورکړي وو.

په افغانستان کې دیره امریکايي ځواکونو هم د سې شنبې په ورځ د خطاب او د القاعده د ګڼو نورو ترهګرو د وژل کېدو خبر تایید کړیدی.

دوي ویلي چې د تېرو څو اونیو په موده کې یې په غزني، پکتیا، او زابل ولایتونو کې ګڼ پوځي عملیات ترسره کړي چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د معلوماتو پر بنسټ د القاعده ګڼ شمېر ترهګر پکې وژل شویدي.

څېړونکي وايي، په افغانستان کې د القاعده د لوړې کچې پاکستاني قومندان وژنه یوځل بیا دا خبره راپورته کوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زیاتره مشران د خطاب په څېر له پاکستان څخه دي.

د افغان او امریکايي چارواکو په باور په افغانستان کې دا وخت القاعده کمزوره کړای شوېده او یواځې د حقاني شبکې او طالبان فعاله دي.

د ناټو، افغانستان او امریکايي تل تور لګوي چې د یادو ترهګرو ډلو ځایونه په پاکستان کې دي خو پاکستان دغه تورونه نه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG