لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د تعلیم وزارت وايي د جینکو په ترانه پابندي وزارت نه یو ځايي چارواکي لګولي وه


اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د وزارت د هغه چ امر نقل یې لېدلی چې د کابل ټولو سکولونو ته استول شوی او پکې وېل شوي چې د ۱۲ کلونو نه د زیات عمر جېنکۍ په مخلوط محفلونو کې ترانه نشي وېلی او دا چې د موسیقۍ سبق به یوازې ښځینه استاذانې ورکوي

د افغانستان د تعلیم وزارت ویلي د ۱۲ کلونو یا د زیارت عمر جینکو په ترانه وېلو پابندي وزارت نه بلکې د کابل ښار د تعلیم څانکې او د څانکې مشر لګولي وه.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د وزارت د هغه چ امر نقل یې لېدلی چې د کابل ټولو سکولونو ته استول شوی او پکې وېل شوي چې د ۱۲ کلونو نه د زیات عمر جېنکۍ په مخلوط محفلونو کې ترانه نشي وېلی او دا چې د موسیقۍ سبق به یوازې ښځینه استاذانې ورکوي.

په سوشل میډیا د وزارت د امر خپرېدو وروسته د افغانستان دننه او په نړیواله کچه د انساني حقونو تنظیمونو او د شهري حقونو فعالانو پې تنقید وکړو.

د افغانستان د موسیقۍ ادارې باني احمد سرمست په ټوېټر د وزارت د حکمنامې په ضد مهم شروع کړو او په ځواب کې افغان جینکو په ټوېټر د ترانو وډیوز خباره کړل.

د تعلیم وزارت ترجمانې نجیبه ارین د جمعې په ورځ وویل چې د ترانې په اړه د وزارت د امر مقصد په داسې غونډو کې د هلکانو او جینکو د شرکت مخه نیول وو چې د کرونا وایرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

ای پي وايي د دې وروسته وزارت بل امر جاري کړو چې پکې د هلکانو او جینکو په ثانوي سکولونو کې د کرونا وایرس له امله د موسیقۍ په ډلو پابندي ولګول شوه.

د ای پي ترمخه د ګل، دوشبنې، په ورځ وزارت یو بل بیان جاري کړو چې وزارت د هلکانو او د جینکو د تعلیم د حق ملاتړ کوي او دا چې هلکان او جینکۍ په ثقافتي، هنري او د لوبو په مقابلو کې په برابر ډول د شرکت حق لري.

په بیان کې وویل شوو چې وزارت د زدکونکو د تعلیم او قانوني حق د کمولو اراده نه لري.

نجیبه ارین د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ترانې په اړه لومړی امر د وزارت د رسمي دریځ عکاسي نه کوي. هغې وویل د وزارت د کابل څانګه کې تحقیقاتو معلومه شوه چې دغه څانګې او مشر یې د ترانې په اړه د امر ‌ذمه وار دي. هغې زیاته کړه که چېرې ضرورت و نو قانوني ګامونه هم اخیستل کېدلی شي.

د افغانستان د انساني حقونو کمېشن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل د تعلیم وزارت باید د ماشومانو تر منځ توپیري چلند دود نه کړي او هغوی ته په عمومي غونډو، پروګرامونو، لمانځغونډو او د هرکلي په پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورکړي.

په سوشل میډیا ټولنیزو د تعلیم د وزارت د دې اعلان په اړه بېلابېل غبرګونونه راغلي چې ځینو خلکو یې ملاتړ کړی خو ډېرو یې دا کار په سختۍ غندلی او دا یې "د طالبانو د واکمنۍ غوندې د توندروۍ اقدام" بللی دی.

XS
SM
MD
LG