لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان کرکټ لیگ کې، پکتیا پنټرز نن بلخ لیجنډز ته ماته ورکړه


شاهد افریدي د پکتیا پنټرز ټیم ته لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ په روانو سیالیو کې چې د ګلبهار افغانستان شل اوریز لیګ په نامه یادیږي، نن د شورو په ورځ، د پکتیا پنټرز لوبډلې، د بلخ لیجنډز ټیم ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه.

د لوبې مخکې، ټاس (پچه) د پکتیا پنټرز ټیم وگټه او د هغه ټیم کپټان، محمد شهزاد توپ وهل یا بیټینگ غوره کړ. د پکتیا ټیم، چې په کې شاهد افریدي هم لوبه کوله، وکړای شول چې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره، ٢٠۴ منډې جوړې کړي او بلخ ټیم ته د ٢٠٥ هدف وټاکي.

د محمد نبي په کپټانۍ د بلخ لیجنډز ټیم، چې کریس گیل هم پکې لوبیده، په دویم میدان کې ډیر کوښښ وکړ چې هدف ترلاسه کړي، خو ویې نشو کړای، او تر نولسم آوره یې، د ټولو ویکټو په سوځېدو سره یې ایله ۱۶۷ منډې وکړې.

کریس گیل په لسو بالونو، بلخ ټیم ته شل منډې وکړې او شاهد افریدي په دوه بالونو، یوه منډه جوړه کړه، خو آورونه خلاص شول او ونه سوځیده.

د بلخ لیجنډز دپاره نن تر ټولو زیاتې منډې، د ټیم کپټان، محمد نبي جوړې کړې چې ۴٠ منډې وې. د پکتیا پنټرز لوبډلې ته تر ټولو زیاتې منډې، کامرون ډلپورت جوړې کړې، چې ٧٠ منډې وې.

بلخ ټیم تر دې مخکې خپلې دوه لوبې گټلې وې او پکتیا پنټرز یوه گټلې او یوه بایللې وه.

XS
SM
MD
LG