لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کرکټ‌ لیګ: کندهار نایټس وروستۍ لوبه هم بایلوده،‌ بلخ لیجنډز مخکښ پاته شو


د افغانستان شل آوریز کرکټ لیګ د لومړي پړاو لوبې نن پای ته رسیږي او د نن ورځې په یوه لوبه کې،‌ بلخ لیجنډز لوبډله د دوهم ځل د پاره له کندهار لیجنډز سره ولوبیده او هغه ټیم ته یې په ۶ ویکټو ماتې ورکړله. بلخ لیجنډز په اتلسم آور کې وکړای شول چې د ۱۴۲ هدف پوره کړي‌ او لوبه وګټي.

بلخ لیجنډز لوبډلې چې ټاکل شوي هدف ته د رسیدو د پاره لوبیده،‌ لوبه یې په ډیر قوت سره پیله کړله او تر دویمه آوره یې ۱۶ رنزه جوړ کړل.‌ کرېس ګیل نیمه سینچري جوړه کړه او پس له ۷۳ رنزونو،‌ د مک کالم لخوا کیچ اوټ‌ شو.‌ کرېس ګیل په دې لوبه کې ۵ څلوریزې او ۸ شپږیزې ووهلې.‌

په لومړي میدان کې کندهار نایټس ټیم ټول شل آوره ولوبید او د خپلو ۹ ویکټو په سوځیدو سره یې،‌ ۱۴۱ منډې جوړې کړلې.‌ مک کالم پنځوسیزه ووهله او په هماغو پنځوسو منډو اوټ شو.‌ نوموړي وکړای شول چې ۳ څلوریزې او ۴ شپږیزې ووهي. له هغه وروسته تر ټولو زیاتې منډې د ویسلز وې چې ۳۹ رنزه یې وکړل.‌

د افغانستان کرکټ‌ لیګ په سیالیو کې دا د کندهار نایټس لوبډلې وروستۍ لوبه وه او سر له سبا به سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې کیږي چې په هغو کې د کندهار لوبډله نشته ده.‌ د اصغر افغان په کپټانۍ، کندهار نایټس ټیم په دې لیګ کې په خپلو ۸ لوبو کې وکړای شول چې یوازې دوه لوبې وګټي.‌

XS
SM
MD
LG