لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په نیمروز کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په رپورټونو یې تحقیقات شرو کړي


دافغان صدر اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې مامورینو تې امر کړی چې د نیمروز متاثره کورنۍ ته دې ورسیږي او د پېښې تحقیقات دې وکړي
دافغان صدر اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې مامورینو تې امر کړی چې د نیمروز متاثره کورنۍ ته دې ورسیږي او د پېښې تحقیقات دې وکړي

په افغانستان کې چارواکو ویلي په نیمروز ولایت کې د وسله والو په ضد په هوايي بمبارۍ کې د مېرمنو او ماشومانو په شمول د ۱۸ ملکي کسانو د وژل کېدو د رپورټونو ورسته یې د پېښې په اړه تحقیقات شروع کړي دي.

افغان هوايي ځواکونو د نیمرزو په خوشرود ولسوالۍ کې د خالي، شنبې، په د وسله والو خلا عملیات وکړل او مامورینو وویل چې پکې ۱۴ طالب وسله وال ووژل شوو.

خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ځايي خلک او د ولایتي شورا ځینې غړي وايي د وسله والو په ضد عملیاتو کې یو راکټ په یو کور لګېدلی دی چې په نتیجه کې یې د یوې کورنۍ ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبانو دا خبره رد کړي چې د حملې په سیمه کې یې وسله وال موجود وو.

د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه د رپورټونو نو پس په افغان حکومت غږ شوی چې د پېښې پلټنې دې وکړي.

دافغان صدر اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې مامورینو تې امر کړی چې د نیمروز متاثره کورنۍ ته دې ورسیږي.

افغان صدر زیاته کړه چې امر یې کړی دی چې د دفاع او امنیت مامورینو دې د نیمرزو د پېښې مکمل تحقیقات وکړي او هغه ته دې حال ورکړي.

ملګرو ملتونو د افغان صدر د اعلان هرکلی وکړو او په دې خبره یې ټینکار وکړو چې د پېښې مسولیت لروونکو مامورینو دې احتساب وکړی شي.

خو د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس کارکوونکي پېټرېشا ګاسمین د افغان صدر په اعلان پوښتنې راپورته کړي. هغې وویل په تېرو کلونو کې د ډېرو تحقیقاتو لوظونه شوي دي خو بیا هېڅ مخې ته نه دي راغلي او نه هم د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې د ککړو کسانو محاسبه شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د یورپين یونین استازې دفتر هم د نیمروز او په هلمند کې د ملکي کسانو د وژل کېدود تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي تېره هفته د هلمند په مرکزي ښار لشکرګاه کې د طالبانو په ضد هوايي عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه کسان ووژل شوو چې پکې درې ماشومان هم شامل وو.

د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ۲۰۲۰ په لومړو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۱۰۰ ملکي کسان ووژل شوو او ۳۸۰۰ زخمیان شوي وو. ملګرو ملتونو د افغانستان هوايي پوځ د دغه تلفاتو د اته فیصد برخې ‌ذمه وار وبللو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل بیان کې افغان صدر اشرف غني وویل طالبان او نور وسله وال د ملکي کسانو په شا پټېږي چې له امله یې د دوی په ضد عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان رسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG