لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر اشرف غني: "د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی"


په کابل کې په افغانستان کې د امن په موضع د نړي والې غونډې یو منظر

د کابل پروسې کنفرانس ته د افغانستان د صدر محمد اشرف غني د وینا دا متن ارگ په خپله ویب پاڼه خپور کړی دی:

"سوله یوه دیني او ملي فریضه ده. ځکه چې د بې ګناه انسانانو د وینې تویېدلو مخنیوی یوه دیني او ملي فریضه ده. وړمه ورځمولوي صاحب خدایداد زموږ یوه نخبه عالم په هرات کې په خپله وینا کې هم اشاره وکړه چې سوله همداسې فرض ده، لکه لمونځ او روژه چې فرض دي.

له نېکه مرغه، د دې فریضې د قیام او تطبیق لپاره د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده. زه نن د افغانستان د مطلق اجماع په اساس خبرې کوم.

د سولې په اړه زموږ نظر د قرآن کریم د ۴۱ مې سورې د ۳۴ آیت د مفهوم پر بنسټ دی چې فرمایي: “نېکي او بدي نه سره برابرېږي. د بدۍ ځواب په ښه سلوک ورکوه، ستا د ښه سلوک پایله به دا وي چې ستا دښمن به ستا د ښه سلوک له امله ستا په دوست بدل شي.”

موږ په دې باور لرو چې د سولې تحقق، زغم او زړورتیا ته ضرورت لري. مونږ باید د شکایتونو اورېدلو او د جګړې د لاملونو موندلو لپاره د بېلابېلو وړاندیزونو د اورېدلو زغم او زړورتیا ولرو.

له نېکه مرغه، نن د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات غښتلي دي.

لومړی؛ د سولې لپاره د امیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي. له حزب اسلامي سره سوله یوه بریالۍ تجربه وه چې لږ تر لږه د سولې په برخه کې زموږ اراده او ژمنتیا یې ثابته کړه او زه مننه کوم.

دوهم؛ په نړیواله کچه د سولې پر بهیر ټینګار به بالاخره د جنګ د پلویانو پر اراده او چلند اغېز وکړي.

درېیم؛ په سیمه ییزه کچه د سیمه ییز، په تېره اقتصادي ثبات لپاره د افغانستان د سولې او ثبات پر اهمیت د سیمې د هېوادونو او ولسونو اجماع رامنځته شوې.

څلورم؛ او تر ټولو مهم یې په نړیواله کچه د افراطیت پر ضد د دیني علماوو ترمنځ نوی تحرک دی چې د جګړو او خشونت دیني مشروعیت یې نفی کړی دی.

په دغسې یوه حساس وخت کې، چې افغانان د سولې پر اهمیت متفق دي، سیمه او نړۍ د سولې ملاتړ کوي، دیني علماء سوله فریضه ګڼي، د سیمې ولسونه د خشونت پر خلاف غږ پورته کوي او د حزب اسلامي د سولې کامیابې تجربې یوه عملي موفقه نمونه وړاندې کړې ، مهم سوال دا دی چې راتلونکی ګام څه دی؟

طالبانو ته د سولې وړاندیزونه

تر هرڅه وړاندې موږ د ملي حکومت په استازيتوب طالبانو ته د یوې داسې سولې وړاندیز کړی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون وي او د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی تضمین کړي.

د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی. موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو. موږ دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوو:

١ د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

٢ د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

٣ له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

۴ هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

د ملي وحدت حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړانديز پرته له کوم قید او شرط څخه وړاندې کوي.

د سولې پروسه به د مذاکراتو، تصویب او تطبیق په دریو مرحلو کې ترسره کېږي، په ټولو مراحلو کې به يې د ښځو استازېګډون کوي او له هغوی سره به سلامشوره کېږي.

د دغسې یوې سولې لپاره موږ لاندې لارې چارې وړاندیز کوو:

۱) د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛

۲) د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

۳) د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

۴) د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

۵) د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛

۶) د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛

۷) او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

د طالبانو نظریات او د دوی وړاندیزونه په دې او نورو برخو کې به معلومدار په نظر کې ونیول شي او د مذاکراتو یوې منل شوې اجنډا باندې به انشاالله موافقې ته ورسېږو او پس له هغه نه تصویب او عملي کولو ته.

د بین المللي ملاتړ لپاره وړاندیزونه

افغانستان له ۲۰۰۱کال را په دېخوا د بین المللي سخاوتمندانه مرستو له ملاتړ سره مخ دی او موږ د هغوی قدرداني کوو. خاصتاً د بروکسل او وارسا د کنفرانسونو له ډېرو عظیمو مرستو نه موږ مننه کوو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپا، ټولو ممالکو نه، جاپان، کاناډا، استرالیا، کوریا او نورو ټولو سخاوتمندانه مرستو نه مخصوصاً زموږ د غښتلي امنیتي او دفاعي قواو د مرستې لپاره د زړه له کومې مننه کوم.

دا چې موجوده ژمنې په ښه توګه د تعریف شویو میکانیزمونو له لارې تنظیمېږي، د سولې او ثبات په اړه بین المللي ملاتړ په لاندې ساحو کې پیشنهادوو:

١ طالبانو سره د سولې پیشنهاد لپاره بین المللي ډیپلوماتیک همغږی شوی ملاتړ؛

٢ یو سیمه‌ییز نوښت چې د کابل پروسې سره د سیمه‌ییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛

٣ د ناتعریف شويو جنګونو د توجیه لپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګېرنو له استفادې سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې وکړي؛

۴ د یو باثباته افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې پيشنهاد څخه د ملاتړ لپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې؛

٥ د سولې موافقتنامې له تطبیق څخه ملاتړ او په ځانګړي ډول د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر د هر ډول نوښت ملاتړ، د ترانزیټ، پانګونې، سوداګرۍ، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې سټراټيژۍ د ملاتړ له لارې همدارنګه د ۲۰۱۸کال پارلماني او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو څخه ملاتړ.

د ملي یو والي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لیرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدلو سره موافق دی.

د سولې عالي شورا به چې د مسلکي دولتی ټیم له ملاتړه برخمنه ده، د مذاکراتو په اړه یو هیأت معرفي کړي چې د ښځو او مدني ټولنو غړي به هم په کې شامل وي.

د مذاکراتو ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره ځای کابل دی، خو په دغه جنګ کې ناښکېل اسلامي هېوادونه، د ملګرو ملتونو دفتر، یا کوم بل درېم ګړي هېواد کې هم کېدای شې مذاکرات ترسره شي.

موږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو. موږ حاضر یوو چې د پاکستان حکومت سره زموږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو، موږ د خپلو کډوالو راتګ د افغانستان غېږ ته غواړو او دېته ژمن یوو چې ټول دولتي امکانات به دوباره او ملي امکانات به دوباره عیار کړو چې کډوال د خپلو وروڼو او خویندو غېږ ته راشي.

موږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زموږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت دغه دریځ باید هیڅکله په کمزورتیا او زاریو تعبیر نشي. لله الحمد، زموږ امنیتي ځواکونه او پر راتلونکي باندې زموږ د ملت باور او اعتماد تر بل هر وخت په ښه کچه دی.

زه یو ځل بیا له خپلو امنیتي ځواکونو، سرتېرو، علمای کرامو، او ولسونو څخه مننه کوم چې نن د دوی په مټ او برکت موږ له یوه غښتلي دریځ څخه د افغانستان لپاره د سولې غوښتنه کوو.

د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسې په لاس کې ده، سوله ومنئ، بېرته په عزت یې ومنئ او راشئ چې په ګډه دا خاوره چې زموږ د قربانیو، زموږ د جهاد او زموږ د هر اړخیزو وینو نتیجه ده بیا خوندي او هوسا کړو.

تل دې وي افغانستان

د سولې په امید"

په انټرنېټ د ارگ د ویب پاڼې درک دا دی:

https://president.gov.af/ps/news/000790

XS
SM
MD
LG